د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه وشوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا غوڼده پرون په داسې حال کښې وشوه چې د بیلابیلو هیوادونو استازیو د افغانستان د ثبات د ساتلو پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت د دوام،
د بشردوستانه او د اقتصادي حالت، او د افغانستان د ښځو او د انجلیو پرضد د لګیدلیو محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړ او د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د نړیوالو ټولنې د تعامل د دوام پرضرورت یې ټینګار وکړ.
روسیې او چین د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د تعامل په دوام او د افغانستان د پراختیا او د ثبات له بهیر څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.
امریکا او بریتانیا د افغانستان د ښځو او د انجلیو پرضد محدودیتونو او د طالبانو د ځواب د ورکولو ضرورت ته اشاره وکړه او پاکستان په امنیتي مسائیلو باندې تمرکز کولو سره په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت او د سیمې د هیوادونو لپاره د هغو د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.
روسیې په بشري حقوقو باندې د لویدیځو هیوادونو تمرکز تر پوښتنې لاندې وروست.
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي او سفیر واسیلی نبنزیا وویل له افغانستان سره د عمل ګرایانه او د واقعي تعامل لپاره هیڅ ځای ناستی نشته او په راتلونکي کښې به هم نه وي.
په ملګروملتونو کښې د چین استازي سان لي هم وویل ټول لوري باید د افغانستان له حکومت سره له تعامل او خبرو څخه لاس ته د راوړل شویو بریاو قدرونه وکړي او خپل ښه نیت وښيي او صبرناک ووسي.
په دغه غونډه کښې د امریکا سفیر مایکل والټز له افغانستان څخه د خپل هیواد د عسکرو ډیر لګښته او حیرانونکي وتلو ته له اشارې کولو پرته وویل واشنګټن به د چونې د وهلو د اړم په توګه د امریکا له ښاریزو د طالبانو استفاده ونه زغمي.
د بریتانیا سفیر او د نمایندګۍ مرستیال لکیټ فاسټر هم د افغانستان په اړه د ملګروملتونو په غونډه کښې وویل انګلستان د ښځو او د انجلیو پرضد د طالبانو نظام مند توپیر په کلکه غندي.
په ملګروملتونو کښې د پاکستان استازی عاصم افتخار هم وویل په ترهګرو اقداماتو کښې چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي په تیرو دریو کلونو کښې د باکستان څلور زره اوه سوه کسان وژل شوي او د افغانستان طالبانو له ترهګرو ډلو سره په مقابلې کولو کښې سستۍ کړې ده.
هغه وویل د افغانستان د ښځو او د انجلیو پرضد د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه له اسلامي اصولو سره په تضاد کښې دي.