په پاکستان د اسرائیلو په رسمیت د پيژندلو لپاره هیڅ دباو نشته
(last modified Sun, 13 Jul 2025 00:52:52 GMT )
Jul 13, 2025 05:22 Asia/Kabul
  • په پاکستان د اسرائیلو په رسمیت د پيژندلو لپاره هیڅ دباو نشته

زمونږ خبریال راپور راکړی په امریکا کښې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ وویل چې د امریکا لخوا د اسرائیلو په رسمیت د پيژندلو لپاره په اسلام اباد باندې هیڅ ډول دباو نشته.

هغه د امریکا په ډالاس کښې یوې غونډې ته په وینا کښې وویل چې د اسرائیلو په هکله د پاکستان سیاست او پالیسۍ د قائد اعظم محمد علي جناح د پالیسۍ پراساس ده.

په امریکا کښې د پاکستان سفیر زیاته کړه چې د امریکا او د پاکستان اړیکې مخ په ښه کیدا دی او په کرپټو کرنسۍ کښې د پانګونې لپاره له پاکستان سره زیاته  بریښنه شته.