د سوریې موقته ولسمشر د اسرائیلو له چارواکو سره ګوري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو خبري سرچینو په اذربایجان جمهوریت کښې د صهیونیسټ رژيم له لوړرتبه چارواکو سره د سوریې د موقته حکومت د ولسمشر احمد الشرع د نیغ په نیغه د کتنې د احتمال خبر ورکړی دی.
د اسرائیلو ايي څلرویشت نیوز خبري سایټ د سوریې د موقته ولسمشر احمد الشرع ته چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی د یوې نږدې سرچینې په قول راپور ورکړ ټاکل شوي ده چې هغه په باکو کښې د اسرائیلو له چارواکو سره په یوې رسمي غونډې کښې ګډون وکړي.
دغه راز د اسرائیلو څوارلسم ټیلي ويژن هم د یوه ډيپلوماټ په قول وویل اذربایجان جمهوریت ته د سوریې د موقته ولسمشر جولاني له سفر سره په یووخت به د دمشق د استازیو او د صهیونیسټ رژيم د چارواکو ترمینځ کتنې هم وشي.
په همدې لړ کښې څو ساعته مخکې د اسرائیلو د پوځ د زیرمه ځواکونو ډګروال جنرال «جاک نریه» له دولسم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل داسې ښکاري چې د سوریې او د اسرائیلو د چارواکو ترمینځ خبرې اترې روانې دي داسې خبرې اترې چې د جنګ د نه کولو او له سوریې سره د نوي امنیتي موافقې د احتمال په اړه دي.
هغه په دوام کښې ادعا وکړه چې همدا اوس زمونږ سرحدونه له عراق سره هم مرزه شوي ځکه چې سوریه زمونږ او د ایران ترمینځ په یوې حائلې سیمې بدله شوي ده.
د اسرائیلو دغه جنرال په دوام کښې ادعا وکړه له ایران سره په یوې حایلې سیمې د سوریې بدلیدل د سیمې ټوله معادله بدلوي.
په عین حال کښې د اسرائیلو «کان» ټیلي ويژن هم وویل دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده چې که چیرې په اذربایجان جمهوریت کښې د اسرائیلو او د سوریې د چارواکو ترمنځ خبرې او کتنې وشي.
دغه ټیلي ويژن زیاته کړه چې د امریکا په مینځګړیتوب سره د اسرائیلو او د سوریې ترمینځ نیغ په نیغه او غیر مستقیمې خبرې رواني دي او دغه خبرې به نه لومړۍ خبرې وې او نه به اخري.