داعش ته اړونده ډلې د کانګو په ختځ کښې ۶۶ کسان ووژل
(last modified Sun, 13 Jul 2025 00:23:53 GMT )
Jul 13, 2025 04:53 Asia/Kabul
  • داعش ته اړونده ډلې د کانګو په ختځ کښې ۶۶ کسان ووژل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت چارواکو وویل داعش ته اړونده یاغیانو د هیواد په ختیځ کښې شپږشپته کسان ووژل.

د کانګو ځايي چارواکو د متحدو ډیموکراټیکو ځواکونو یاغیان چې له داعش ډلې سره اړه لري په «ایرومو» سیمه کښې په ملکي وګړو باندې د حملې او د هغوې د وژلو مسوول وبلل.

له یوګینډا هیواد سره په سرحد کښې په ایرومو سیمه کښې یوه ځايي چارواکي «مارسل پالوکو» وویل قربانیان په بوږنونکي ډول ووژل شول او پکښې ښځې هم شاملې دي.

یاغیانو دغه راز څو کسان یرغمل کړي  هم دي خو د شمیر په هکله یې جزیات نشته.

د کانګو په ختیځ کښې د ملګروملتونو د دفتر ویاند «ژان توبي اوکالا» د دغو ملکي وګړو وژل د وینې حمام وباله.

د متحد ډیموکراټیک ځواکونه د یوګانډا هیواد یوه ډله ده چې حملې یې اوس د کانګو هیوادختیځ ته هم غځیدلي دي.

داسې ښکاري چې د دغو ملکي وګړو وژله د متحدو ډیموکراټیکو ځواکونو په ډلې باندې د کانګو او د یوګانډا د ځواکونو حملې ته په غبرګون کښې ترسره شوي وي.

د متحدو ډیموکراټیکو ځواکونو ډله د نولس سوه نویمې میلادي لسیزې په اخر کښې رامینځته شوه او په دوه زره نولسم میلادي کال کښې داعش ته په یوې اړونده ډلې بدله شوه.