وال سټریټ ژورنال: ایران خپلې دفاعي استحکامات پیاوړې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i179906-وال_سټریټ_ژورنال_ایران_خپلې_دفاعي_استحکامات_پیاوړې_کوي
پارس ټوډې- وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د امریکا لخوا له هر ډول نوي تیري سره د مقابلې لپاره د ایران د دفاعي استحکاماتو پیاوړتیا ته اشاره وکړه.
(last modified 2026-10-13T10:56:12+00:00 )
Oct 13, 2026 15:24 Asia/Kabul
  • وال سټریټ ژورنال: ایران خپلې دفاعي استحکامات پیاوړې کوي

پارس ټوډې- وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د امریکا لخوا له هر ډول نوي تیري سره د مقابلې لپاره د ایران د دفاعي استحکاماتو پیاوړتیا ته اشاره وکړه.

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی  وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی  ارزونې ښيي چې ایران د امریکا د نوي برید پر وړاندې د مقابلې لپاره خپل چمتووالی زیات کړی او په ځانګړي ډول یې د اټومي تاسیساتو شاوخوا دفاعي استحکامات پیاوړې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو ویلي، که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، نو ایران به لا سخت ځواب ورکړي او بریدونه به پراخ کړي.

د راپور له مخې، ایران منځګړو ته خبر ورکړی چې د امریکا د نوي برید په صورت کې به په سیمه کې د امریکا جنګي بېړۍ او د هغو عمله په نښه شي.

 همدارنګه، د فارس خلیج هغه عربي هېوادونه به هم د دغو بریدونو هدف وګرځي چې د امریکا پوځي اډې یې پر خاوره دي.