د سوریې په جنوپ کې د صهیونیستي فوځیانو ګزمې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162318
د سوریې په الحسکې سیمه کې د تل الاحمر په فوځې اډې کې میشت صهیونیستي ځواکونه د سوریې د القنیطرې ولایت په لورې روان شوي او هلته یې فوځي ګزمې پیل کړي دي.
(last modified 2025-07-13T07:54:10+00:00 )
Jul 13, 2025 12:15 Asia/Kabul
  • د سوریې په جنوپ کې د صهیونیستي فوځیانو ګزمې

د سوریې په الحسکې سیمه کې د تل الاحمر په فوځې اډې کې میشت صهیونیستي ځواکونه د سوریې د القنیطرې ولایت په لورې روان شوي او هلته یې فوځي ګزمې پیل کړي دي.

د المیادین له راپور سره سم، په سوریې کې ځایي سرچینې وایي چي د اسرائیل رژیم فوځیان چي په تل الاحمر اډې کې میشت دي، فوځي کاروانونه یې د دې ولایت جنوبي سیمو ته ور استولي دي.

د اسرائیل رژیم د فوځي کاروانونو ګزمې په داسي حال کې له سره پیل شوي چي د سوریې د ځواکونو او د صهیونیستانو تر مینځ لاهم ټنشنونه موجود دي خو د سوریې حکومتي ځواکونه لاهم د صهیونیستي فوځیانو د پرمختګ مخه نیولې نه ده.

د بشار اسد د حکومت له نسکورتیا وروسته، اسرائیلي فوځ د سوریې له جولان سیمې څخه په تېرېدو سره، د درعا او قنیطریې ولایتونو په لورې پوځې ګزمې پیلې کړي او د سوریې فوځي او ملکي تاسیساتو باندې بمبارۍ کوي.