خارجه وزارت د ایران په کشتیو د امریکې حمله وغندله
پارستودي- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د سې شنبې شپې په شپه پر څو ایراني تیل وړونکو کشتیو د امریکا د ترهګر پوځ برید په کلکه وغانده.
د پارستودی د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د فارس خلیج او عمان سمندر کې پر ایراني سوداګریزو بېړیو د امریکا پوځي تعرض، د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي تېري، سمندري محاصرې او اقتصادي جګړې د دوام په توګه، د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
په دې اعلامیه کې زیاته شوې: د ایران پر سوداګریزو بېړیو د امریکا تېری کوونکي اقدامات نه یوازې په سیمه کې د کړکېچ خطرناک زیاتوالی دی، بلکې د سیمهییزې او نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې ښکاره ګواښ هم بلل کېږي.
په اعلامیه کې راغلي: د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د تېری کوونکو اقداماتو پر وړاندې د ایران د ملي حاکمیت او ملي ګټو د دفاع پر خپل ټینګ هوډ ټینګار کوي او څرګندوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به د مشروع دفاع د ذاتي حق له عملي کولو هېڅ ډول ډډه ونه کړي او د دښمن هر پوځي تېري ته به په مناسبه توګه پریکنده ځواب ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د دغه سازمان د سرمنشي مسؤلیت ته په اشارې سره ټینګار کړی چې د امریکا د تېری کوونکو اقداماتو له امله د نړیوالې سولې او امنیت د جدي خلاف ورزیو په اړه باید سمدستي اقدام وشي.