د کیوبا ولسمشر: موږ به هېڅکله بیا مستعمره نه شو
پارس ټوډې ـ د کیوبا ولسمشر ټینګار وکړ چې دغه هېواد به هېڅکله بیا مستعمره نه شي او له خپلې خپلواکۍ او ملي حاکمیت به دفاع وکړي.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کانل په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ولیکل: کیوبا چې په دوو امپراتوریو کې د مستعمره او نوې مستعمرې کېدو په معنا ښه پوهېږي، په بشپړه توګه پوهېږي چې نور به هېڅکله مستعمره نه شي.
هغه ټینګار وکړ: هغه وینې چې د کیوبا د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او خپلواکه تصمیم نیولو لپاره تویې شوې دي، بېځایه به نه وي او موږ به تر وروستۍ شېبې له هغو دفاع وکړو.
د کیوبا پر خپلواکۍ د دیاز کانل ټینګار په داسې حال کې دی چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د هاوانا او واشنګټن اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ په یوه جنجالي اقدام کې داسې انځور خپور کړ چې په کې مکسیکو، کاناډا، کیوبا، ګرینلنډ، ایسلنډ او د کارابین او مرکزي امریکا ځینې برخې د امریکا د بیرغ په رنګ ښودل شوې وې.
ټرمپ د تېرې جنورۍ په ۲۹مه د یوه اجرائی فرمان په لاسلیکولو سره، د هغه څه په وړاندې چې سپینې ماڼۍ یې د کیوبا له خوا د امریکا او سیمې امنیت ته «غیرمعمولي او فوقالعاده ګواښ» بللی و، د «ملي بېړني حالت» اعلان وکړ.