د ایران د فرنګي غېږنیونې او اټلېټکیس لوبغاړو لخوا ۲۰ بېلابېل مډالونه
پارس ټوډې- د ایران د تنکي ځوانانو د غېږ نیونې ټیم د آسيايي اتلولیو او د ایران د اټلېټکیس لوبغاړو ټیم د کازانوف جام په نړیوالو سیالیو کې، هر یو لس لس مډالونه وګټل.
د آسيا د تنکي ځوانانو د غیږ نيونې سيالۍ، د اردن په پلازمېنه امان ښار کې ترسره شوې.
د پارس ټوډې د خبر له مخې، د ایران د تنکي ځوانانو د غېږ نیونې ټیم د آسیا په سیالیو کې ۳ د سرو زرو، ۴ د سپینو زرو او ۳ د برونزو مډالونه وګټل.
د ټیمونو په درجه بندۍ کې، ایران په ۲۰۰ نمرو سره، د ازبکستان له ۲۱۵ نمرو وروسته دویم او د قزاقستان ټیم په ۱۴۸ نمرو سره درېیم ځای خپل کړ.
د ایران د اټلېټکیس لوبغاړو ټیم هم په قزاقستان کې د کازانوف کپ په نړیوالو اتلولیو کې د سرو زرو ۶، د سپینو زرو ۳ او یو د برونزو مډالونه وګټل.
کلیدي کلمې: د کازانوف جام د اټلېټکیس نړیوالي سیالۍ، په ایران کې د ښځو د سپورټ وضعیت، ایراني غېږ نیونه، ایراني فرنګي غېږ نیونه، د آسیا د تنکي ځوانانو د فرنګي غیږ نیونې سیالۍ، ایراني غیږ نیوونکي.