Jun 25, 2024 06:09 Asia/Kabul
  • په جنوبي کوریا کې د نتانیاهو او د صهیونیسټ رژيم د ۷ چارواکو پرضد شکایت شوی دی

په جنوبی کوریا کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او اوو لوړرتبه چارواکو پرضد په غزه کې د جنګی جنایتونو د ترسره کولو له امله دوسیه جوړه شوې.

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټی رژیم د پوځ په حملو کې ۳۷ زره او ۵۹۸ فلسطینیان شهیدان شوی او ۸۶ زره او ۳۲ نور ټپیان شوی دی .

د ایسنا د راپور له مخې، د صهیونیسټ رژیم د بهرنیو چارو وزارت له وزیرانو وغوښتل چې د نتانیاهو او د داخلی امنیت د وزیر ایتامار بن ګوور په شمول د اوو نورو چارواکو پرضد د شکایت له امله جنوبی کوریا ته له سفر مخکې له دغه وزارت سره مشوره وکړی.

په عین حال کې، تر دې مخکې د روسیې الیوم راپور ورکړی و چې د جرمونو نړیواله محکمه احتمال لري د نتانیاهو او د اسراییلو د جګړې د وزیر یواو ګالانت د نیولو امر صادر کړي.

په همدې حال کې د جرمونو نړیوالې محکمې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره اعلان وکړ: د اسنادو له راټولولو او د تورنو کسانو له پېژندلو وروسته به د دغې محکمې لوی څارنوال له قاضیانو څخه په محکمه کې د جلب یا احضارولو غوښتنه وکړي.

د جون له پیل راهیسې دا څلورم ځل دی چې د جرمونو د نړیوالې محکمې په ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کې دا اعلان خپریږي.