May 09, 2024 12:51 Asia/Kabul
  • د هولوکاسټ لاره؛ د اسرائیلو له جنایتونو د سپینې ماڼۍ د ملاتړ پر وړاندې د امریکایانو د چوپتیا خطر
    د هولوکاسټ لاره؛ د اسرائیلو له جنایتونو د سپینې ماڼۍ د ملاتړ پر وړاندې د امریکایانو د چوپتیا خطر

پارس ټوډې - تاریخ موږ ته رازده کوي چې هولوکاسټ له دې امله پېښېږي چې خلک امرونه مني او په قصدي ډول د هغه لوی شر په اړه ړانده دي کوم چې دوی پکې رول لري.

مایکل شوالبه، په چپل هیل ښار او د شمالي کارولینا ایالت په پوهنتون کې د ټولنپوهنې استاد، په یوه مطب کې وویل:

د اسرائيلو د جنايتونو له امله له مظاهره چيانو سره د چلند د بهير دوام، کولاى شي امريکايان د يوه ملت په توګه د بشر ضد جنايتونو د عاملينو په لاره کې واچوي.

د متن یوه برخه چې د دې استاد لخوا خپره شوې ده:

۳۵ زره فلسطینیان ووژل شول، چې زیاتره یې ماشومان او ملکي وګړي دي. د غزې د ټولو پوهنتونونو له ویجاړولو او د غزې د روغتونونو له بمبارولو وروسته او په داسې حال کې چې په غزه کې تر یو میلیون زیات خلک له اجباري لوږې او مرګ سره مخامخ دي، خو په امریکا کې، د غزې د جنایتونو په اعتراض کې محصلین نیول کېږي.

دغو محصلینو پرلت وهلی او په دې اړه یې د خبرو اترو غوښتنه کړې چې څنګه د دوی پوهنتونونه په نسل وژنې کې ښکېل کېدی شي.

د پوهنتون له ساحې څخه د لاریون کونکو په زوره ایستلو او نیولو سره، نورو انسانانو ته چې د همدردۍ احساس کوي یو واضح پیغام لېږل کېږي: چوپه خوله پاتې شئ، ټول شیان لکه څنګه چې دي همان ډول یې ومنئ، له بهیر څخه بهرته ته مه ځئ که نه نو تاسو به هم  زیان ووینئ.

موږ پوهېږو چې د ټولو د نیولو اړتیا نشته. ډېری خلک د نیول کېدو او د هغې له احتمالي پایلو څخه وېره لري او له همدې امله لږ احتمال لري چې مظاهرې وکړي، حتی ممکمن لږ څه خبرې وکړي، او په دې توګه، دوی له دې مهمې پوښتنې څخه ډډه کوي، چې آیا پوهنتونونه، د ټولنې د بشري ارزښتونو بنسټیز ساتونکي دي، دوی څنګه کولای شي په تاوتریخوالي کې ښکېل وي.

د بیان د آزادۍ او د مظاهرو د تاوتریخجن فشار تر منځ تضاد، د پوهنتون مدیرانو اړ باسي چې داسې توجیهات وړاندې کړي، چې هم سالمه عقل او هم د لیدلو وړ شواهد ورسره تضاد لري.

د شمالي کارولینا پوهنتون چارواکو په یوه بیانیه کې ادعا کړې چې دوی دې ته اړ شوي چې پولیس واستوي، ځکه چې لاریون کوونکي د پوهنتون په فعالیتونو کې د ګډوډۍ، د زده کوونکو د ګواښلو او ویرولو او ویجاړۍ سبب ګرځېدل.

دا ادعا د عیني شاهدانو او خبریالانو له خوا رد شوې ده. د ځايي ټلویزیون یوه خبریال ویلي چې موږ له پنځو ورځو راهیسې د دغه لاریون شاهدان یو او دا لومړی ځل دی چې تاوتریخوالی مو لیدلی دی. نورو خبر ویونکو هم د لاریونونو په اړه ورته څرګندونې کړې دي.

د شمالي کارولینا پوهنتون چارواکو هم په خپله بیانیه کې ادعا کړې چې دوی د لاریونونو سره تړاو لرونکي "د یهود ضد خبرو د زیاتوالي راپورونو" په اړه اندېښمن دي، او له دې لارې د یو لوی پروپاګند تاکتیک څخه کار اخیستو چې د فلسطین خلکو باندې د اسرائیلو د ظلمونو انتقاد کوونکو ته د بدنامولو لپاره کارول کېږي.

لکه څنګه چې ژورنالیستانو او نورو مستند کړې، دا ادعا چې د امریکا په پوهنتونونو کې د یهودیت ضد مبارزه په پراخه پیمانه ده، دا د یهود ضد په توګه د اسرائیلو چلند په اړه د نیوکې پر بنسټ ولاړه ده. البته، کله ناکله اسرائیلي چارواکي بې پروايي کوي او په ښکاره توګه اعتراف کوي چې دا له لاریونونو سره د مقابلې لپاره یوه تګلاره ده.

بل تاکتیک دا دی چې په بلوا بدلولو باندې د سوله ایز لاریون لپاره له پولیسو څخه کار واخلئ او بیا ادعا وکړئ چې د نظم بیرته راوستلو لپاره د پولیسو ځپونه اړینه ده. هغه کسان چې د پیښو لړۍ له نږدې نه ده تعقیب کړې، ممکن په دې فکر کې ګمراه شي، چې د پولیسو تاوتریخوالي، له لاریون کوونکو څخه سرچینه اخیستې ده.

تاریخ موږ ته رازده کوي چې هولوکاسټ له دې امله پېښېږي چې خلک امرونه مني او په قصدي ډول د هغه لوی شر په اړه ړانده دي کوم چې دوی پکې رول لري. همدغه خطرناکه همغږي د خلکو او حاکمانو ترمنځ ده چې کولای شي د بیان آزادي ګډوډه کړي. دا هغه څه دي چې د نسل وژنې پر ضد د محصلینو لاریونونه او د پیوستون راټولېدنې د هغه  ماتولو په لټه کې دي.

د دې بهیر دوام کولای شي موږ امریکایان د یو ملت په توګه د بشریت پروړاندې د جرمونو مرتکبین کېدو ته لاره هواره کړي – مطلب په نازي جرمني کې د هټلر د ولسي ملاتړو کسانو په څېر یو څه دی.

 

سرچینه:

SCHWALBE, MICHAEL. 2024. University Leaders Are Teaching Us How Holocausts Happen. ACADEME BLOG.

 

کلیدي کلمې: هولوکاسټ څه دی، له اسرائیلو د امریکا ملاتړ، په غزه کې جګړه، په فلسطین کې د ماشومانو وژنه، په امریکایي پوهنتونونو کې څه روان دي؟

ټیګونه