May 08, 2024 15:59 Asia/Kabul
  • د لوېدیځې آسیا د اتل سرلښکر قاسم سلیماني په هکله ۱۲وتلي کتابونه/ د ژباړې لپاره غوره آثار

پارس ټوډی- د تهران کتاب د نړیوال نندارتون د پیلېدو په مناسبت او د ایراني کتابونو د ژباړې لپاره د نورو هېوادونو د ژباړونکو لېولتیا په خاطر، په دغه مطلب کې د سردار قاسم سلیماني د محبوب شخصیت او د داعش له ترهګرو سره د مبارزې لوی قومندان په اړه د ځینو کتابونو د معرفي په تړاو بحث کوو.

له ۱۳۳۵ نه تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې سردار قاسم سلیمانی په حاج قاسم باندې مشهور د اسلامي انقلاب د سپاه قدس قومندان وو چي په لوېدیځه اسیا کې د صهیونیستانو او امریکایانو مقابله کوله. هغه په عراق او سوریې کې د داعش له ظهور نه وروسته، په یادو سیمو کې په حضور او د ولسي ځواکونو په مدیریت سره، د یادو هیوادونو له حکومتونو سره په ملګرتیا، له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړه او په اشغال شویو سیمو کې یې د داعش حکومت له مینځه یووړ.

د فوځي تاکټیکونو په عملي کولو او د استعماري دسیسو په شنډولو کې د هغه ذیرکتیا دومره زیاته وه چي ورته د سیورې د جنرال لقب ورکول شوی وو. اخر کې سردار قاسم سلیماني په ۶۳ کلنۍ د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې د میاشتې په ۱۳ د جمعې په سهار په عراق کې د امریکا له خوا په یوه ترهګریز عملیات کې شهید شو.

داسي یوه پېښه چي د امله یې ایران په یوه بې سارې اقدام کې په عراق کې د امریکایانو اصلي اډه عین الاسد په توغندیو وویشته، او بیا په لوېدیځه اسیا کې یې د امریکایي فوځیانو په ضد غیر رسمي جنګ پیل کړ.

د لوېدیځې اسیا د محبوب اتل جنرال قاسم سلیمانی په هکله ۱۲ مشهورو کتابونو ته یوه کتنه

له هیڅ هم نه ویرېدم کتاب

 

له هیڅ هم نه ویرېدم کتاب

دغه کتاب د قاسم سلیمانی ژوندپاڼه ده چي دی خپله لیکلی دی او د لومړي ځل لپاره د مکتب حاج قاسم د انتشاراتو له خوا چاپ شو. دا کتاب چي د امام خامنه ای په یادښت سینګار شوی دی، د ماشوم توب له وخته او د کرمان د ولایت په قنات ملک کلي کې له ژوندانه نیولې بیا تر انقلابي مبارزاتو پورې د حاج قاسم یادښتونه  په کښې دي.

هغه حاج قاسم چي ما پېژنده

هغه حاج قاسم چي ما پېژنده

 

دا کتاب له حاج قاسم سره د ۴۰ کلنې ملګرتیا قیصه بیانوي چي د سعید علامیان له خوا لیکل شوی او د خط مقدم د انتشاراتو له لورې چاپ شوی دی.  حجت الاسلام علی شیرازی له حاج قاسم سره په دغه کتاب کې د خپل ۴۰ کلنې انډیوالی قیصې کوي او کتاب په ۱۲ څپرکو کې لیکل شوی، کتاب د جنګ پر مهال د حاج قاسم تر قومندانۍ لاندې د حجت الاسلام علی شیرازی د عسکری نه په خاطراتو سره پیلیږي.

حاج قاسم زمونږ نیکمرغه ملګری

حاج قاسم زمونږ نیکمرغه ملګری

 

محمد محمدی نیا او اسدالله محمدی نیا په ګډه په قران او روایتونو کې د تاریخ مالک اشتر غوندې شخصیتونه معرفي کوي او بیا یې تر څنګ د شهید حاج قاسم سلیمانی خاطرات راولي.  دا کتاب د انتشارات سبط اکبر ع له خوا چاپ شوی دی. دغه کتاب کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په کلام کې سردار سلیمانی معرفي کوي، د هغه ژوند پاڼه بیانوي او بیا د سید حسن نصرالله په کلام کې سردار سلیمانی څېړي او د هغه خاطرات او وصیت نامه بیانوي.

زه قاسم سلیمانی یم

زه قاسم سلیمانی یم

 

دا کتاب د مرتضی شاه کرم له خوا لیکل شوی او د سوره مهر د انتشاراتو له خوا چاپ شوی دی، پنځه نمایښت نامې د نمایشتې متن په ډګر کې یو ځای شوی او د کتاب په توګه تنظم شوی دی څو ځوانانو ته د شهید سردار قاسم سلیمانی ایډیولوژی او نړیوال لید بیان کړي.

اوله نمایښت نامه یې د مینونو اینجینر نومیږي. دوهمه یې د ولسمشرۍ ماڼۍ، دریمه یې سرباز سردار، څلورمه یې دوهم لادرکه شوی، او وروستی یې زه قاسم سلیمانی یم، نومیږي.

یو وختې کې حاج قاسم سلیمانی

یو وخت کې حاج قاسم

 

د کتابونو دا تولګه عباس میرزایي لیکلی او د یازهرا س د انتشاراتو له خوا چاپ شوی دی

دغه کتاب ښودنه کوي چي سردار حاج قاسم سلیمانی د جنګ په ډګر کې په سختو حالاتو کې څرنګه خپل ځواکونه مدیریت کول. په اول کتاب کې د ثارالله د ۴۱ لښکر د قومندان له خولې نه له ۱۳۶۰ نه بیا تر ۱۳۶۱ لمریز کلونو خاطرات بیانیږي چي عنوان یې دی په یرغل باندې برید. دوهم کتاب هم په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د سید جابر د جنګ تر عنوان لاندې د سرباز خاطرات بیانوي.

ذوالفقار

ذالفقار

 

 په دغه کتاب کې علی اکبری مزد آبادی  د ذوالفقار تر عنوان لاندې د حاج قاسم سلیمانی د شفاهي خاطراتو ځینې برخې راغونډ کړي دي، دغه کتاب چی ۲۴۸ پاڼې لري او په کښې د سپېڅلې دفاع له وختو نیولې بیا د عراق او سوریې تر مقاومت جبهې پورې خاطرات راغونډ شوي دي. دغه کتاب کې ۱۰۰ پاڼه دسردار قاسم سلیمانی هغه انځورونو ته ځانګړې شوي چي تر اوسه چا لیدلي نه دي.

 

په مارچ کې زېږېدلی

په مارچ کې زېږېدلی کتاب

"په مارچ کې زېږېدلی" د یا زهرا خپرندوی څخه د علي اکبر مزدآبادي لخوا د شهید حاج قاسم سلیماني د ملګرو او یارانو د یادونو په اړه یوه څېړنه ده. مارچ یې هم"د جګړې روح" ګڼلی او هم "د سولې ساتونکی". مارچ د "جنګ او سولې" په اړه د پخوانیو خلکو د ټولو باورونو استازی وو. "په مارچ کې زېږېدلی" د حاج قاسم سلیماني د ملګرو، یارانو او خپلوانو خاطرې دي. دا خاطرې په سوریه او عراق کې د هغه تر شهادت پورې له بدلونونو څخه نیولې او همدارنګه د دې اتل شهید د مزاج په اړه دي چې د مرکې په بڼه ترتیب شوي دي.

 

ګران سلیماني

د ګران سلیماني کتاب

 "ګران سلیماني" هغه کتاب دی چې د "عالمه طهماسبي"، "لیلا موسوي" او "مهدي غورباني" لخوا لیکل شوی دی، چې د شهید جنرال قاسم سلیماني ژوند او مبارزې په اړه بحث کوي. همدارنګه دا کتاب د شهید د وصیت پاڼې ټول متن هم لوستونکو ته وړاندې کوي.

 

د سلیماني په ښوونځي کې ټولنیز معنویت

د سلیماني په ښوونځي کې ټولنیز معنویت کتاب

ترټولو مهم کتابونه چې د حاج قاسم د مکتب په اړه یې تشریح کړې ده، د اسلامي کلتور او فکر د څېړنې انسټیټیوټ له خوا "د سلیماني په ښوونځي کې ټولنیز معنویت" کتاب او د آستان قدس رضوي (ع) له مطبعې څخه د "سلیماني مکتب" کتاب نومېږي.

 

قاسم ورور

د قاسم ورور کتاب

"ورور قاسم" د ولایت، انقلاب، سپېڅلې دفاع، شهادت، د حرم د مدافعینو، کلتور او هنر په برخه کې د حاج قاسم سلیماني د ستراتېژیکو افکارو څېړنه ده. د کتاب ځانګړي ټکی دا دی چې لیکوال د سردار قاسم سلیماني د هر فکر په اړه خبرې کړې دي او د دې موضوع سند د کتاب په پای کې ځای پر ځای کړی او دا کتاب له شهید سره د آشنایۍ ترڅنګ، لوستونکو ته نور معلومات هم وړاندې کوي. دا کتاب په لسو برخو وېشل شوی دی چې عنوانونه یې  په لاندې ډول دي: ولایت او ولایت مداري، اسلامي انقلاب، سپېڅلې دفاع، شهید او شهادت، د سپېڅلې دفاع شهیدان، ایران او ایرانیت، د مقاومت جبهه، د حرم مدافعین، د حرم مدافعین شهیدان، کلتور او هنر، د ښاغلي ابوذر مهروان فر لخوا لیکل شوی.

 

د حاج قاسم اولادونه

د حاج قاسم اولادونو کتاب

 "د حاج قاسم اولادونه" د افسر فاضلي شهربکي لخوا د حسین معروفي خاطرې دي. دا کتاب د اتو کلونو د تپل شوې جګړې او د اتل جنرال حسین معروفي د اسیر کېدو په ترڅ کې د هغوی د زړورتیا او اتلولۍ یوه نه هېرېدونکې ټولګه بیانوي. د تورن جنرال قاسم سلیماني په وینا، هغه د سپېڅلې دفاع په دوره کې، د ثارالله لښکر د ۴۱م کنډک تر ټولو ځوان او زوړ قوماندان وو.

 

دا سړی پای نه لري

د دا سړی پای نه لري کتاب

 د "دا سړی پای نه لري" کتاب هڅه کوي چې لوستونکي ته د جهادي ژوند او د اسلام د سرباز شهید قاسم سلیماني ژوند لیک یو څه یادونه وکړي. دا کتاب د متن او رنګین انځورونو په بڼه خپور شوی او لوستونکی د مقاومت د جبهې د قومندان د ځینو انځورونو ترڅنګ، هغه خاطرې هم لولي چې د لومړي ځل لپاره خپاره شوي دي. د کتاب بهیر په داسې ډول ترتیب شوی، چې لوستونکی د شهید قاسم سلیماني مکتب ښه وپېژني.

سرچینه:

قاسم سلیماني. دانشنامه ویکی فقه

قرباني رضوان، زهرا. ۱۴۰۲. ۱۲ د شهید حاج قاسم سلیماني په اړه ډېر مخاطب لرونکی کتاب

د دانشجو خبري آژانس

 کلیدي کلمې: سردار سلیماني څوک دی، د حاج قاسم مکتب، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک، له داعش سره مبارزه، عراق او سوریه ، ایران او د مقاومت محور