May 08, 2024 11:09 Asia/Kabul
  • د اسرائیلي افسرانو په له مینځه وړلو کې د مصر د سزاورکوونکو ډلو د فعالیتونو دوام

پارس تودی- د راپورونو له مخې، د مصر په اسکندریې کې د اسرائیل د رژیم د فوځ یو جنرال کشف او قتل شوی دی.

ځینې سرچینې اعلان وکړ چي د اسکندریې په ښار کې مصری ځوان د اسرائیل د رژیم یو جنرال چي د یوه سوداګر په بڼه کې فعالیت کاوه، پېژندلی دی او بیا یې په چړو ورسره مقابله کړې ده.

د اسرائیل د رژیم ۱۲ خبري چېنل اعلان وکړ چي د مصر په اسکندریې ښار کې یو اسرائیلی سوداګر وژل شوی دی.

د کان عبري چېنل هم اعلان وکړ چي د اسرائیل د رژیم د بهرنیو چارو وزارت به د دې اسرائیلی د قتل په هکله څېړنې وکړې.

د طوفان الاقصی له عملیات وروسته او په غزې باندې د اسرائیل د رژیم له بریده را په دې خوا، د اسرائیل د رژیم په پوځي چارو کې ښکېل کسان، د مصر د ولسي ډلو له خوا پېژندل کیږي او په نښه کیږي چي تر دې دمه یو شمېر صهیونیستان له همدې لارې په هلاکت رسېدلی دی.

د تېر کال په تلې میاشته کې، یعني په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د یرغل نه دوې اوونۍ وروسته، یو مصری پولیس په خپل توپک سره، د اسرائیلو په یوې ځانګړې ډلې ډزې وکړې چي د امله یې ۶ اسرائیلیان هلاک شول.

 

له بلې خوا بیا په رفح باندې د اسرائیل د رژیم د فوځ د ځمکني عملیات له پیلېدو سره هممهاله، مصر د صهیونیست رژیم د دې اقدام په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

نن سهار هم د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ګواښ وکړ چي په رفح باندې د اسرائیل د رژیم فوځي عملیات، په سیمې کې د ارامښت لپاره تر سره شوې هلې ځلې له ګواښ سره مخامخوي.

دغه اعلامیه کې د فرح په فلسطینی ښار باندې د اسرائیل د رژیم د فوځي عملیات غندنه شوې او ټینګار شوی دی چي دغه خطرناکه ټنشنونه له یوه میلیون نه د زیاتو فلسطینیانو ژوند ګواښي.

فلسطیني ډلو په رفح باندې د نیواکګرو د هر ډول یرغل د انساني ناورین پایلو په هکله دخبرداری په ورکولو سره چي د فلسطیني عامو وګړو په ضد د جنایت لامل ګرځي، ټینګار  وکړ چي د امریکا دولت او غربي ټولنه په رفح ښار باندې د اسرائیل د رژیم د هر ډول یرغل په وړاندې مسئول دي. لیکن مقاومت په غزې باندې د نیواکګرو له یرغل سره، مقابلې ته تیار دی.

همدارنګه د رفح په ځینو برخو باندې د صهیونیستي رژیم د فوځ ځمکني عملیات نه وروسته یو مصری – آمریکایي فعال سام یوسف په یوه ټوییټ کې د اسرائیل د رژیم له خوا د مصر د ځمکني بشپړتیا د لاندې کېدو په وړاندې د مصر په چوپتیا نیوکه وکړه.