May 09, 2024 13:13 Asia/Kabul
  • د سولې ستراتېژیک پایپ لاین: ایران د هند او پاکستان د یووالي په لټه کې، امریکا د تاوتریخوالي غوښتونکې

پارس ټوډې – هند او پاکستان ته د ایران د ګازو د پایپ لاین د "سولې" په نوم د نومولو دلیل، د دې عمومي افکارو پر بنسټ وو چې د یوې مهم او ستراتېژیک پایپ لاین له لارې، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې رامنځته شي.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر له سفر سره سم، یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د پایپ لاین د عملي کېدو یا نه عملي کېدو په اړه اوازې خپرې شوې. له ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسي د ایران په ارتباطي او اقتصادي ډګر کې، له هند او پاکستان په شان هېوادونو سره، د متحده عربي اماراتو په ګډون د «سولی پایپ لاین» په نامه یوه مفکوره جوړه شوه.

د دغه تفاهم لیک پر بنسټ، ایران ژمنه کړې وه، چې د ۲۵ کلونو په موده کې به، خپل ګاز پر هند او پاکستان په موافقه شوې بیه وپلوري.

په راتلونکو کلونو کې، حتی د دې لویې پروژې لپاره د طبیعي ګازو د برابرولو په تړاو، له ایران  سره د ترکمنستان او قطر د یوځای کېدو خبرې هم وشوې، خو د امریکا د خنډونو په ګډون د مختلفو دلایلو له امله، دا ټول نظرونه عملي نه شول.

په اصل کې د دې کرښې د "سولې" په نوم د نومولو لامل، د عمومي افکارو پر بنسټ وو چې د یوه مهم او ستراتېژیک پایپ لاین له لارې به د هند او پاکستان تر منځ اړیکې رامنځته شي. دا مه هېروئ چې هغه وخت د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر او داسې نورو موضوعاتو پر سر ناندرۍ خورا زیاتې وي.

د سولې پایپ لاین

هغه کړکېچونه چې دواړه هېوادونه یې د پوځي نښتو تر کچې او له اټومي وسلو څخه د کارولو تر سرحده رسولي وو.

ایران باور درلود چې دا پایپ لاین به د سولې لامل شي. ځینې ​​په دې باور دي چې دې پایپ لاین ته د "سولې" نوم ورکولو ته نوره اړتیا نشته. ځکه چې هند د امریکا د ځانګړي فشار له امله، له دې پروژې څخه وتلی دی. اماراتو موافقه وکړه چې د دې ګازو د پایپ لاین لپاره به د یو میلیارد ډالرو لومړنۍ پانګونه وکړي. وروسته له هغه چې هند له دې پروژې څخه ووت، دا پلان تقریبا په کوما کې ولاړ. خو ایران خپل ښه نیت وښود او د پاکستان پولې ته څېرمه یې د ګازو نل لیکه ورسوله. ښکاره خبره ده چې پاکستان په لږ داخلي ارادې سره کولای شي دا پروژه عملي کړي او په سیمه کې د خپل ستر رول لپاره زمینه برابره کړي. دا مفکوره د دواړو لور د ګټو لوبه ده چې ټولو اړخونو ته ګټه رسوي.

تمه ده چې له دې طرحې سره د پاکستان له شاملېدو وروسته به، د هند، اماراتو، قطر او ترکمنستان په ګډون نور لوبغاړي هم دې پایپ لاین ته داخل شي.

اخیستل شوی:

نرسي قربان ۱۴۰۲. د سولې په نوم د ګټو پایپ لاین. د تعادل ورځپاڼه

مهمې کلمې: د پاکستان او هند ترمنځ سوله، د پاکستان او هند ترمنځ اختلافات، د ایران اقتصادي ځواک، د سولې پایپ لاین څه شی دی، د امریکا او هند اړیکې څنګه دي؟

ټیګونه