May 18, 2024 13:22 Asia/Kabul
  • ایران  د اونۍ په هینداره کې

د تهرن د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د تیرې اونۍ د  مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په پیل کې درته د ایران د  تیرې اونۍ د ځینو پيښو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، بیا مو هم رابولوو،د ځينو مهمو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

*/*/*/

د ایران خارجه وزارت او د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  دنکب ورځې کلیزه

*/*/*/

د اسلامی ایران  ولسمشر  وینا او د شهیدانو د وینو برکت

*/*/*/

چابهار بندر او ددغه نړیوال بندر سیمه ایز او نړیوال اړخونه

*/*/*/

او   د اسلامی ایران جوت دریځونه او له سیمه ایزو  او اسلامنی هیوادونو سره ارتباط ، په تیرې اونۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځیني مهمې پيښې وې،نو اوس مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .   ************************

             د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه و زارت د جنایتکار،نیواکګر او اپارټائيډ صهیونیسټي رژيم د رامینځةکونکي نکبت ورځې په  مناسبت  د یوې اعلامیې په خپرولو کې روښانه کړې ده ، د ۱۹۴۸کال د مئ څوارلسمه نیټه د فلسطین د ټاټوبی دنیواک  او د مظلومو خلکو د حقوقو په تیره بیا د دوي د برخلیک د ټاکنې د حق د ښکاره خلاف روزۍ تر ټولو تورتمې ورځې پيل دی چې ۷۶کلونه کیږي، ددغې سپيرې پيښې اړخونو د سیمې او اسلامی نړۍ لمن راګیره کړې ده او  داسلامی نړۍ د یوې زخمي بدن  په یوه ژور او کړؤنکي ټپ بدل شوي دي.

Image Caption

 

په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د نکب ورځ(یوم النکبه)د اسلامی نړۍ په زړه کې صهیونیسټي نیواکګر او آپارټائيډ رژيم پنځول، د  انګریز استعمار په یوې خبیثې دسیسې سره او د نړۍ د استعماری  قد رتونو او د هغو په سر کې د امریکا په مستقیمو او غیر مستقیمو  ملاتړونو او شنې اشارې سره د  صهیونیسټي نیواکګر  او اپارټائيډ رژيم په پنځولو، قتل عام ، کوچولو، نیواک او په سپکاویو په یادولو سره دي.

د ایران د خارجه وزارت په اعلامیې کې ټينګار شوی دی، جعلی صهیونیسټي رژيم  چې د په نړۍ کې د رسمي منظمې  شوي ترهه ګرې یو  څرګندسمبول دی ، هرځل د خپلو نړیوالو بوږنونکو جنایتونو په سپرکي کې یوه بله نوي بې شرمه او بې ننګه پاڼه ورزیاتوي؛په غزې تړانګې کې په شفا او ناصر روغتونونو کې د  ډله ایزو قبرونو کشفیدا، د بشریّت ضده دغه وحشي رژيم د جنایت یوبل وحشتناک  عکس  انځوروي.

            په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي،د جنګي جنایتونو ،او بشریّت ضده جچنایتونو پشمول  دنړیوالو جنایتونو ترسره کیدا، دملګروملتو له بنیادي ارزښتونو سره  او پيژندل شوو ټولو نړیوالو اصولو او مقررراتو او قواعدو سره په تضاد کې او بې شکه  د دغو جنایتونو د کونکو  دسزا کولو د مسئولیّت سببونه ئې برابر کړی دی ،او د صهیونیسټي جنایتکارو  د نه سزاکیدا دوام  د نړیوالو حقوقو  او مقرراتو خلاف ورزی حسابیږي.

د ایران د اسلامی  جمهوریت د خارجه وزارت په اعلامیې کې د په تیرو څه دپاسه اوو میاشتو کې  د امریکا د  هراړخیزو سیاسي ،پوځي ، اطلاعاتي، او اقتصادي  ملاتړو سره  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم له خوا په نیواکي فلسطین  سیمو کې دبې پنا لکونو خلکو کوچول،  او د څه دپاسه پنځه دیرش زره بې ګناه ماشومانو،ښځو او سړیو وژله او د څه دپاهس اوه اویا زره  کسانوټپی کیدا په سخته محکومه  شوې ده .

د مئ پنځلسمه نیټه  د فلسطینیانو لپاره د نکبت ورځ او د  صهیونیسټانو په وسیله د فلسطینیانو په زوه له خپلو کورونو د کوچولو د سمبول ورځ ده.نکبت ورځ د فسطینیانو له نظره د ترټولوتراخو شپو ورځو،یعني د دوي د ټاټوبی د نیواک او د مځکو دمصادره کولو او له خپلو کورونو او سیمو د څه دپاسه اته لکه فلسطینیانو د کوچولو او ویستلو لومړنۍ څپې یادونه ده . 

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي د تیرې جمعې په ورځې په یوې وینا کې  د  سلطې د نظام  د ظلم په ضد په درستې نړۍ کې  د پتمنو ملتونو راپورته کیدا او پاڅون، د شهیدانو د پاکې وینې آثار او برکتونه وبلل او وې وئيل،  نن سبا  د شهیدانو د وینو په برکت  د درستې نړۍ  پوهنتونونوه او د مختلفو هیوادونو واټونه او ښارونه،د حق  اوعدالت غواړو چغو او د صهیونیستي رژيم له جنایتګرۍ او ظلم سره د مقابلې او ډغرې ښودنه کوي او دا ویښتیا نه غلي کیددونکې ده.

د ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر په مقاومت، استقامت  ، کلکې دریدا، دښمن پيژندنې  او ددښمن په خلاف راپورته کیدا او خلکو ته په توجه کې د  شهیدانو د غوښتې پوره کیدا،د هیواد په اداري او اجرائي نظام او اجتماعي سلامتیا په لوړتیا کې اغیزشیندونکي وبلله او ټينګار ئې وکړ، هغه عزت او قدرت چې نن سبا د شهیدانو د وینې په برکت او  د ایران د لپاره ئې د ریښتیني ژمنې (وعده صادق) له عملیاتو وروسته رامینځةکړی دی ، د ایران دملت او د نورو مسلمانو ملتونو د ګټو دتامینیدا او  د اسلامبی ارزښتون دخوندیتوب  سبب به شي.  

            د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د سه شنبې په ورځې د هندوستان د  بندرونو او د کشتیو د چلونې او د سمندری لارو د چارو له وزیر ساربانانده سونوال سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  هند، یو د اعتماد وړ شریک ګني،له هند سره ئې په اوږدمهاله پړاؤ کې د ملګرتیا لپاره د ایران پر کړچار ټينګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ده،له هندوستان سره په اړیکو کې د ایران کړچار  سټراټژيک دی  او تهران تیار دی،د بریکس او د شانګهائي  د موسیسو په چوکاټ کې له نوي ډیلي سره دوه اړخیز او څو اړخیز ظرفیّتونه نوره هم پراخوي.

امیر عبداللهیان د ایران د جنوب ختیځ چابهار شهید بهشتي بندر له پلیټ فارمونو څخه د استفادې او سنبالتیا دتړونونو ترسره کیدا او د شمال او جنوب په کریډور کې د ملګرتیاؤ پیاوړتیا ددواړو هیوادونو او د سیمې د تجارتي مناسباتو د ا ندازې په پراختیا کې یو ډیر مهم فرصت ارزولی او ددغه تړون له اجرا سره د مرستې لباره د ایران د حکومت د مختلفو  برخو چمتوالی ئې اعلان کړ.

د هندوستان د بندرونو  او سمندری لارو په چارو کې وزیر هم چې د ایران او هندوستان د ملګرتیاؤ د اوږدمهاله مودې د تړون دلاسلیک کولو په دستورو کې د شتون لپاره ئې تهران ته سفر راکړی،ؤ، ددغې موافقې په ترسره کیدا ئې د خوښئ په ښودلو سره  دا  د دواړو هیوادونو په مناسباتو کې او په سیمه ایز پیوند کې  یوه تاریخي او مهمه ورځ وبلله.

د ایران د چابهار شهید بهشتي بندر د عمومی شیانو او کنټینري پلیټ فارمونو په سنبالتیا او استفادې کې د هند د مجدود نړیوالو بندرونو د شرکت د ګډون د تړون لاسلیک کیدا، د دواړو هیوادونو په  دوو اړخیزو  او  سیمه ایزو اقتصادي  او تجارتي ملګرتیاؤ کې او همداراز د ایران او هند ترمینځ د سټراټژيکو ملګرتیاؤ په آسانتیاؤ کې د بدلانۀ پيچونی حسابیږي.

چابهار بندر د ایران یوازینی سمندری بندر دی چې د هند سمندر او مکران سمندر په ساحل  کې واقع دی .دغه بندر، د سمدر آزادو اوبو  ته د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان،تاجیکستان،قرقیزستان او قزاقستان  په څير د مینځنۍ آسیا په وچې کې کلابندو هیوادونو د لاس رسي ترټولو نزدې او سټراټژيک موقعیّت په سبب له ډير او ځانګړي اهمیّته برخمن دی.

          د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئيل، د افغانستان په داخلی مسئلو کې د امریکا هدفمندو لاسوهنو دوام به ددغه هیواد وضعیّت لاپیچلی کړي.

 حسین امیر  عبداللهیان د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي  له استازي میرمن رزا اتنبایوا سره په کتنې کې ټينګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت، په افغانستان کې د تل پاتې پراختیا او امنیت او ثبات په باب په ځانګړي اهتمام سره د خپل ګاونډي هیواد بدلونونه هل نزدې او په دقت سره نعقیبوي او د افغانستان له خلکو سره د مرستو لپاره د ملګروملتو د رول  لوبونې ملاتړ کوي.

 د ایران خارجه وزیر  په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ملګروملتو اقدامات  مثبت وارزول او د انسان دوستۍ د فعالیتونو  له دوامه ئې د ایران د اسلامی جمهوریت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر همداراز  په ایران کې د افغانستان د څو میلیونو کډوالو کوربتوب ته په اشارې سره ، دې موضوع ته د ملګروملتو د جدي پام غوښتنه و کړه .

د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي نماینده هم د افغانستان د ترټولو وروستیو بدلونونو او حالاتو  او په قطر کې د دوحې راتلونکي دریمې ناستې  د بدلونونو په بیانولو سره د افغانستان له ښاریزو څخه د ایران د حکومت او خلکو د ښه کوربتوب او د هغوي د وضعیّت د  ښه کولو لپاره د ترسره شوو  هلوځلو په نسبت قدرونه  وکړه او په افغانستان کې ئې د انساني بحران په باب د نړیوالې ټولنې په بې پروائۍ نیوکې وکړې.

د ایران د بریښنا د تولید، منتقلولو او ویشلو د مدیریّت شرکت (توانیر) عمومی مدیر د ایران او ترکیې ترمینځ د بریښنا د تجارت د پیلیدا خبر ورکړ. مصطفی رجبی مشهدي  د تیرې جمعې په ورځې په انقرې کې د ترکیې د طبیعي سرچینو او انرژۍ د چارو له وزیر سره خپلې کتنې ته په اشارې سره  ووئیل،دواړو لورو ددواړو هیوادونو ترمینځ د  بریښنا د تجارت  نهائي کیدا په ضرورت ټینګار وکړ او وټاکل شوه ،  ددواړو هیوادونو ترمینځ د بریښنا مبادله  په ترټولو لنډ ممکن وخت کې  عملیاتي  او اجرائي  فیز ته  وارده شي.

د ایران د بریښنائي ځواک د  تولید ،منتقلیدا او ویشلو(توانیر) د مدیریّت دشرکت عمومی مدیر اتکل وکړ،د ایران او ترکیې ترمینځ دبریښنا تجارت په ۱۰۰  مګا واټ سره پیل او په ترټولو لنډ وخت کې  کابو ۵۰۰  مګاواټ ته ورسیږي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په یولړ څرګندونو کې  ووئيل، د سیمه ایزو خبرواترو او ملګرتیاؤ ته د ایران په  سټراټژيک نظر کې د مصر  بشمول د اسلامی او عربی نړۍ  ډير هیوادونه شاملیږي.

حسین امیر عبداللهیان د تیرې یکشنبې په ورځې د تعامل  او ملګرتیا په عنوان سره  د ایراني  عربی خبرواترو د دریم سمینار په څنډې کې په ایراني عربی  اړیکو کې د مصر د ځائيګي په باب ووئيل، له ګاونډيو  هیوادونو او دغه راز له سیمه ایزو هیوادونو سره په  همپالنې او ملګرتیا او خبرو اترو مشتمل د ایران د حکومت سیاست، توانیدلی دی د مصر او عربستان پشمول  له اسلامی او عربی هیوادونو سرهد شفافو او په احساسیدونکي واقعي باؤر جوړونې ،د هراړخیز کړچار په تثبیتولو او د واقعي بریاؤ په تحقق  کې اوڅاره نتیجې  ترلاسه کړي.

د ایران  خارجه وزیر زیاته کړې ده ،د مصر او ایران د چارواکو تریمینځ  په تیره بیا د اسلامی  ملګرتیا موسیسې او عربی اتحادئې د  ګډې سرمشریزې  په څنډې کې ددواړو هیوادونو د مشرانو، د بریکس  په غونډې کې د دواړو هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانو د لیدو کتو او دغه راز د ایران او مصر د خارجه ، اقتصادي او تجارتي چارو د وزیرانو  د لیدو کتو او موافقې د  لاسلیک کیدا،راشه دیرشه،سلامشورو  او دټيلیفوني تماسونو  اندازه،په دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ په لاره کې  د ګډ تعامل  او خبرواترو د اغیزشیندنې د اندازې  څخه د  تهران او قاهرې د متقابل سیاسی درک  او پر سیمه ایزو بدلونونو کې ئې د مثبتو اغیزو  ښودنه کوي.

امیر عیداللهیان همداراز روښانه کړه ، د ایران او مصر د ولسمشرانو  دموافقې په چوکاټ کې دواړه هیوادونه  د  اړیکو  د لوړتیا په لاره کې مخ په وړاندې روان دي او ځیني ګډ  ګامونه ئې هم پورته کړي دي  او دغه لاره به هماغه راز دوام ومومي.

                   د تهرا د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د  ایران د وروستیو بدلونونو  د ارزونې په باب د اونیز پروګرام  وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپاروو.

(سیماب)

*******************************************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه