روسیه: د ایران د اټومي دوسیې حل دیپلوماتیک دی
-
اولیګ بوستنیکوف، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د نهخپرېدو او کنټرول ادارې مشر
پارس ټوډی – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تاوتریخوالي زیاتول په بنسټیز ډول ناکام، غلط او د هرڅه په وړاندې د دروازو تړلو مسیر دی.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د نهخپرېدو او کنټرول ادارې مشر، اولیګ بوستنیکوف، د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تاوتریخوالي ډکې تګلارو اړوند په نیوکې سره ویلي، د دې دوسیې د تاوتریخوالي دوام «ذاتاً ناسم، بایلونکی او پای یې بنبست» دی او د سیاسي او دیپلوماتیک حل پرته هېڅ معقول بدیل نه لري.
بوستنیکوف د سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې تېر کال د دوامدارو تفاهمونو د ترلاسه کولو لپاره د پام وړ هڅې شوې وې؛ داسې تفاهمونه چې موخه یې د ایران د اټومي پروګرام د سولهییز ماهیت په اړه د شکونو لرې کول، او په عین حال کې د تهران مشروع ګټو ته پام کول وو.
د هغه په وینا، روسیې په دې هڅو کې فعاله ونډه لرله، خو په پای کې «په لوېدیځ کې د تاوتریخوالي سیاست بر لاسی شو».
دغه روسي لوړپوړي چارواکي د تهران دریځ ته په اشارې سره زیاته کړه چې مسکو په پرلهپسې او روښانه ډول له ایران څخه داسې نښې ترلاسه کوي چې د برابري، متقابل درناوي او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د خبرو اترو لپاره د دې هېواد چمتووالی ښيي؛ په ځانګړي ډول د اټومي وسلو د نهخپرېدو تړون (NPT) چې غیر اټومي هېوادونو ته د سولهییزو موخو لپاره د اټومي انرژۍ د پراختیا حق تضمینوي.
بوستنیکوف دا حق «نهبدلېدونکی او نهمحدودېدونکی» وباله.
هغه زیاته کړه: «تر ټولو زیات فشار د دې حق د کمزوري کولو لپاره له هغو لوریو راځي چې په اصل کې له دې تړون سره یوځای شوي هم نه دي.»
بوستنیکوف د خبرو په پای کې د ۱۲ ورځنۍ جګړې یادونه هم وکړه او ویې ویل: د دغو تحولاتو تجربه یو ځل بیا وښوده چې د فشار، ګواښ او پوځي اقدام لاره نه یوازې د ایران د اټومي دوسیې په حل کې مرسته نه کوي، بلکې وضعیت لا پسې پېچلی کوي، او یوازینۍ واقعي او پایدار لاره بېرته خبرو اترو او دیپلوماسۍ ته ستنېدل دي.