لاریجاني: د اعتراض کوونکو سوداګرو دریځ د تخریبي عناصرو څخه بېل دی
Jan 02, 2026 16:13 Asia/Kabul
د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر، علی لاریجاني، د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مداخلې په اړه څرګنده کړه چې د اعتراض کوونکو سوداګرو دریځ د تخریبي عناصرو څخه جلا دی.
لاریجاني په یوه لیکنه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل: «ټرمپ دې پوه شي چې د امریکا مداخله په دې داخلي مسئله کې د ټولې سیمې ګډوډي او د امریکا د ګټو زیان ته برابرېږي.»
هغه زیاته کړه: «د اسرائیلي چارواکو او ټرمپ له څرګندونو څرګنده شوه چې د قضیې شاته صحنه څه ده؛ د امریکا خلک دې پوه شي چې ماجراجويي د ټرمپ له خوا پیل شوې؛ او دوی باید د خپلو سرتېرو خوندیتوب ته پام وکړي.
ټیګونه