Apr 27, 2024 15:10 Asia/Kabul
  • د جاپان د خلګو د ایټمي بمبار د ستاینې او د غزې په خلګو د ایټمي بمونو د غورځولو خطرناکه مفکوره

پارس تودی – د سانفرانسیسکو د پوهنتون یو استاد د جاپان له امپریالیزم سره، د فلسطین د ازادی غواړې غورځنګ په پرتله کولو باندې په نیوکې سره، په غزې باندې د ایټمي بم د کارولو د ګواښ سخته غندنه وکړه.

د بشري حقوقو فعال او څېړونکی تومومی کینوکاوا ( TOMOMI KINUKAWA) چي اصل یې د ختیځې اسیا دی او اوسمهال د سانفرانسیسکو د ښځو د څېړنو په ډیپارټمنت کې استاد دی.

دغه نړیوال څېړونکی د کانترپانچ په ویب پاڼه کې ولیکل:

صهیونیست سیاستوالان منجمله نتانیاهو د فلسطین د ولس د عام وژنې د توجیه کولو لپاره په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني بمبار او د ناکازاکی او هیروشیما ایټمي بریدونه ته اشاره کړې ده.  په داسي حال کې چي له اسرائیل رژیم څخه د بې قید او شرط فوځي مرستو په خاطر د امریکا نه د نړیوالو کرکه زیاته شوې ده، د امریکا د کنګرس استازو دوهمې نړیوالې جګړې ته په اشارې سره، د اسرائیل له لورې د فلسطینیانو عام وژنې او په هغوی د بشري مرستو د بندولو جنایت توجیه کوي او مشروعیت ورکوي.

د مثال په توګه، د مارچ د میاشتې په ۲۵ د ښاروالۍ په غونډه کې د میشیګان د ایالت استازی تیم والبرګ په ښکاره توګه د غزې د له مینځه وړلو په هکله  او دا چي باید د ناکازاکي او هیروشیما په څېر ورباندې ایټمي بمبار وشي، خبرې وکړې.

د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د جاپان ایټمي بمبار په څېر بیا په غزې باندې د ایټمي بمونو د غورځولو خبرې، د امریکا د سیاسي ملاحظاتو ماسېوا، یوه ډېره خطرناکه مساله بلل کیږي.

 

د امریکا د جمهوري غواړو سیاستوالانو خبرې، د امریکا په سیاسي حالاتو د خطرناکو نظریو د واکمنتیا ښودنه کوي. په کار دی چي په لوړ ږغ سره، هغه بې ځایه پرتله کول چي په کښې د فلسطین ازادي غواړې د جاپان له امپریالیزم سره، یو شان بولي او د ایټمي وسلو د بیا کارولو تبلیغ کوي، په سختو ټکو سره وغندل شي.

نړیوال حقوق د فلسطین ولس ته د مقاومت حق، منجمله وسله ایز مقاومت او د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکوي. صهیونیستان او توکم پالان په غلطه د فلسطین استعمار ضد غورځنګ یوه مذهبی افراط پاله تعصب ګڼي. دې سره هممهاله صهیونیستانو د جاپان په هکله د ناسمو تحلیلونو په وړاندې کولو سره، هڅه کوي له هولوکاسټ نه په ناوړه استفادې سره، د فلسطینیانو قرباني کول، توجیه منونکې وښیي.

 

د غزې له نسل وژنې څخه د جاپان د حکومت په ملاتړ د دې هیواد خلګو نیوکې

 

د نړۍ خلګ دا درکوي چي د جاپان امپراتوري له نولسمې پیړۍ نه بیا تر دوهمې نړیوالې جګړې پورې په اسیا او اقیانوسیه سیمه کې یو استعمارګر ځواک پاته شوی وو، لیکن دا اوس د اسرائیل د رژیم د یرغلونو او د امریکا له تیریو سره کوم تړاو درلودایشي. د جاپان خلګ نن سبا متمدن او د سیاسي شعور خاوندان دي. د جاپان د خلګو لپاره له فلسطین سره همپالنه له خپل مخکنی استعمارګر خوی سره او همداشان د امریکا له اوسنې زمانې استعمار او امپریالیزم سره د مخالفت په معنا ده چي د غزې په مساله کې له اسرائیل نه د ملاتړ په بڼه کې څرګند شوی دی.

مونږ تاسو ټولو ته ضروري ده چي د فلسطین له ازادی غواړی غورځنګ سره ودریږو او په غزې او فلسطینیانو باندې د اسرائیل د رژیم د بیا بیا بریدونو مخنیوی وکړو.  اسرائیل د امریکا له نړیوالې ولکې نه په ګټه اخیستلو او د جاپان په څېر د هیوادونو په ملګرتیا سره، په نړیوالو قوانینو سترګې پټوي او د فلسطین په استعمارضد او ازادی غواړې غورځنګ بریدونه کوي. له بده مرغه د جاپان حکومت د تاریخ په ناسمې لورې کې درېدلی دی لکه څرنګه چي په تېره پېړۍ کې هم په غلطه لورې کې درېدلې و، لیکن دا د جاپان د ټولنې د فرهنګ عامه نظریه او رایه نه ده.

د سانفرانسیسکو د دغه استاد د تحلیل په ترڅ کې باید پوه شو چي د بې ګناهو خلګو عام وژنه تل غندل شوی کار دی په دې خاطر د امریکایانو دا خبره چي که د جاپان په بې ګناه خلګو ایټمي بمبار شوې نه وای، دوهمه نړیواله جګړه دوام پیدا کوله، یوه غلوونکی او غیر انساني خبره ده.