May 09, 2024 16:42 Asia/Kabul
  • د ایران په مرسته زمبابوې ته د اړتیا وړ لسو ستراتیژیکو درملو برابرول
    د ایران په مرسته زمبابوې ته د اړتیا وړ لسو ستراتیژیکو درملو برابرول

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د علمي او تخنیکي چارو مرستیال، د ایران په مرسته د زمبابوې د اړتیا وړ د لسو ستراتیژیکو درملو له برابرولو خبر ورکړ.

روح الله دهقاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د زیمبابوې د ساینس له وزیر آمون مورویرا سره په کتنه کې د دې په بیان سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د ساینس او ​​ټکنالوژۍ معاونت، د لسو درملو او د لومړیتوب لرونکو طبي تجهیزاتو د عرضې په برخه کې، تخنیکي ظرفیتونه او د هغه محصولات به د زیمبابوې په اختیار کې ورکړي، زیاته کړه:

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ټینګار او په علمي او ټکنالوژیکي برخو کې د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د جدي هوډ په څرګندولو سره، تهران له مختلفو هېوادونو په تېره بیا له افریقایي هېوادونو سره د اقتصادي، علمي او ټکنالوژیکي ملګرتیاوو د پراختیا لپاره پوره چمتو دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر علمي او تخنیکي مرستیال دې ته په اشارې سره چې د ایران له ۹۰ سلنې څخه زیات مصرفي درمل او له ۷۰ سلنې څخه زیات د اړتیا وړ طبي تجهیزات په هېواد کې او د ایراني پوه بنسټه شرکتونو له لوري برابر او تولیدېږي، هغه له زمبابوې سره په مختلفو برخو کې په تېره بیا د بیا جوړونکو او پرمختللو درملو د تولید، طبي تجهیزاتو او د ټکنالوژۍ د انتقال په برخو کې  د ګډو ملګرتیاو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی څرګند کړ.

په دغه کتنه کې د زیمبابوې د ساینس وزیر هم دې ته په اشارې سره چې دغه هېواد طبیعي زیرمې لري او پکار دی له علم او ټکنالوژۍ څخه د خدمت، کارموندنې او د شتمنۍ د رامنځته کولو لپاره د دغو سرچینو د ښه کولو لپاره استفاده وکړي او وویل: د ایران علمي او ټکنالوژیکي ظرفیتونه کولای شي خدمات پراخ او د زیمبابوې هېواد سوکالۍ او پرمختګ ته وده ورکړي.

"آمون مورویرا" د دې په بیان سره چې "ایران" د ځان باورۍ او وړتیا یوه نمونه ده، زیاته کړه:

"دا زموږ لپاره مهمه ده چې د ایران تجربې زده کړو او د ټکنالوژۍ او نوښت په کارولو سره، خپلو خلکو ته وقار او عزت راوړو."

کلیدي کلمې: د ایران علمي پرمختګونه، ایراني درمل، ایراني تولیدات، ایران او زیمبابوې، ایران او افریقا

ټیګونه