د نړۍ مشران د سید ابراهیم رئیسي د شهادت په باب څه وائي؟/ کومو هیوادونو غبرګون ښودلې؟
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او هغه سره د مله پلاوو شهادت د نړیوالو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی چي ورته به یوه لنډه کتنه وکړو
تېره ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي څرخکه د خداآفرین بند او یو شمېر نورو پروژو د پرانیستلو لپاره ختیځ اذربایجان ته تللې وه، له هغه ځایه د تبریز د کیمیکل چڼځی کارخانې ته په لاره کې د ولسمشر څرخکه د ناسمې هوا له امله ولوېده.
د هوا د ناسموالې او د لیدو د امکان د نه شتون او همداشان د سیمې د غرنیزي او ځنګلې جغرافیې له امله، د لسګونو مرستندویو ټیمونو او فوځیانو د ګرځېدو سره سره، د ولسمشر د څرخکې د لټون عملیات کابو ۱۲ ساعتونو نه زیاته موده په بر کې واخسیته.

نن سهار د ایران مرستندویې ټیمونه د بې پیلوټو الوتکو په وسیله د څرخکې د غورځېدو ځای پیدا کړه، چي په پېښه کې هیڅ یو کس ژوندی پاته شوی نه وو او د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د تبریز د جامع جومات امام ایت ا... سید محمدعلی ال هاشم او ورسره مسئولین او ساتونکې په شهادت رسېدلي دي.
د ایران حکومت له دې پېښې وروسته، د یوې رسمې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي د سلامي انقلاب د رهبری د وفادار ملګری لاره او ولس ته د جهادی خدمت بهیر دوام کوي.
په اعلامیه کې راغلې ده چي د اتم امام حضرت علی ابن موسی الرضا علیه السلام د مبارکې کلیزې په ورځ د ایران د ولس د خدمتګزار خادم الرضا روح اسمان ته الوت وکړ .

په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د رئیسي د شهادت له امله د خواشینی د څرګندولو په ترڅ کې وویل چي د ایران د ولس او حکومت دې په دغه غم کې افغانستان له ځان سره شریک وبولي.
د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداری د یوې اعلامیې په صادرولو سره د ایران له ولس سره د غمشریکی د څرګندولو په ترڅ کې وویل چي د ایران ولسمشر رئیسي تل د اسلامي امت خدمتګذار پاته شوی او د هغه په شهادت سره، اسلامي امت په ځانګړې توګه فلسطین او کشمیر خپل یو وتلی او زړه سواندی رهبر له لاسه ورکړ چي دا یوازې د ایران نه بلکې د پاکستان او د ټول اسلامي امت لپاره یوه ستره ضایعه وه.

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف هم د تسلیت د پیغام په وړاندې کولو سره په پاکستان کې یوه ورځ عمومي ماتم اعلان کړ .
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر محمد حاجی حسن هم د ایران له ولس د غمشریکي تر څنګ اعلان وکړ چي د ایران د ولسمشر او خارجه وزیر شهادت د اسلامي نړۍ د رهبری لپاره یوه لویه ضایعه بلل کیږي.
د امارات مشر بن زاید ال نهیان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی، د سوریې ولسمشر بشار اسد، د ارمنستان ولسمشر واهاګن خاچاطوریان او خارجه وزیر ارارات میرزویان، د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو، د اذربایجان د جمهوریت ولسمشر الهام علی اف، دمالدیو ولسمشر محمد مویزو، د جاپان حکومت،د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف
ایران سره د غمشریکي اظهار کړی او روسیې هم د ماتم په نښه خپل بیرغ نیمه ځوړنده کړی
همداشان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سریلانکا ولسمشر، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف، د ټایلند لومړي وزیر، د نیوزیلند د بهرنیو چارو وزیر، د هندوستان لومړي وزیر مودی او د بلاروس د بهرنیو چارو وزیر هم د تسلیت په وړاندې کولو سره، له ایران سره د غمشریکی اظهار کړی دی.
همداشان د چین ولسمشر شی جین پینګ، هم د دې په بیانولو چي د چین ولس خپل یو ښه ملګرې د لاسه ورکړي، د ایران له ولس او حکومت سره د غمشریکی اظهار کړی دی.

په یمن کې د سیاسی شورا مشر مهدی المشاط، د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السودانی، د عربستان باچا ملک سلمان او د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د فارس خلیج د همکاریو د شورا سرمنشي جاسم محمد البدیوي، د اروپایي اتحادیې د شورا مشر شارل میشل، ملګرې ملتونه او نړیوال ارګانونه او د نړۍ اکثره هیوادونه چي د ټولو د بیانولو امکان نه شته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له شهادته خواشیني څرګنده کړې او ایران سره یې غمشریکي کړې ده.

په دې مینځ کې د لبنان حکومت هم درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړ او د حزب الله غورځنګ مشر سید حسن نصرا... هم په دې پېښې سخته خواشیني څرګنده کړې او د رئیسي شهادت یې د اسلامي نړۍ لپاره یوه نه جبرانېدونکې تشه بللې ده.

همداشان په فلسطین کې د حماس غورځنګ او د اسلامي جهاد غورځنګ او ټولې مقاومتې کمیټې د دې پېښې په مناسبت د ایران له ولس او د اسلامي انقلاب له رهبر سره د غمشریکی اظهار کړی او هغوی یې د فلسطیني ولس او د اسلامي امت له ټولو غوره او زړه سواندې مشران بللي دي.