د ایران د ملي امنیت د شورا منشي:
امریکا باید خپل یرغلیز اقدامات پای ته ورسوي
-
تورن جنرال محسن رضایي په تهران کې د چین له سفیر زونګ پی وو سره په کتنه کې
پارس تودی- د ایران د ملي امنیت د شورا منشي د دې په بیانولوس ره چي امریکا په فارس خلیج، هرمز تنګی او عمان سمندر کې د ناامنیو لامل دی، وویل: امریکا په ایران باندې د غیرقانوني جګړې په تپلو سره، ټوله سیمه یې په خطر کې اچولې ده.
د پارس تودی له راپور سره سم، تورن جنرال محسن رضايي، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، په تهران کې د چین له سفیر زونګ پيوو سره په لیدنه کې، د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د ایران او چین رغنده او باثباتو اړیکو ته په اشارې سره، وویل: د ایران او چین ترمنځ یو ستراتیژیک تړون شته او له بلې خوا دواړه هېوادونه د شانګهای او بریکس په څېر په مهمو نړیوالو تړونونو او سازمانونو کې غړیتوب لري، چې دا موضوع په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره ستر ظرفیت رامنځته کولی شي.
محسن رضايي د روژې د جګړې پر مهال د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران په خلاف له غیرقانوني مطرح شوی پرېکړهلیک سره د چین مخالفت مثبت اقدام وبلله.
هغه ټینګار وکړ: تر هغه چې امریکا خپل چلند بدل نه کړي او د ایران شرطونه ونه مني، د هرمز تنګی به پرانیستل نه شي. امریکا باید جګړه پای ته ورسوي، د ایران کنګل شوې پیسې ورکړي او په ټوله سیمه کې، په ځانګړي ډول په لبنان او غزه کې، جګړه پای ته ورسوي. او نور شرطونه هم د منځګړو له لارې امریکا ته رسول شوي دي.
محسن رضايي زیاته کړه: که د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د تګ راتګ د مسیر په اړه کومه هوکړه وشي، دا هوکړه به د هرمز تنګي د بندښت له موضوع څخه جلا وي او دا دواړه مسئلې له یو بل څخه بېلې دي.
د چین سفیر هم په دې لیدنه کې د ایران له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په ملاتړ ټینګار وکړ او تهران او بیجینګ یې ستراتیژیک شریکان وبلل. هغه وویل: چین په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو له پوځي برید سره مخالف دی.
زونګ پيوو له ایران سره د همکاریو د پراختیا لپاره د بیجینګ د لېوالتیا په اړه وویل: زموږ باور دا دی چې ایران د ځواک ترڅنګ له تدبیر او حکمت څخه هم برخمن دی او کولای شي اوسني شرایط مدیریت کړي.
هغه زیاته کړه: چین تل د لوېدیځې اسیا د سیمې او د فارس خلیج د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هرکلی کوي.