-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.
-
په ایران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان تر ټولو ستر روغتون پرانیستل شو
Jun 03, 2026 06:35پارس ټوډې – د ایران د سرطان انسټیټیوټ روغتون، چې له ۶۱۰ څخه د ډېرو ناروغانو د بستري کېدو تختونه لري، په تهران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان د درملنې تر ټولو ستر روغتون په توګه پرانیستل شو.
-
تېرکال افغانستان کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي
Feb 19, 2026 20:25د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې پکې د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی. د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.
-
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ماشومانو ته د واکسین پر تطبیق ټینګار کړی
Feb 10, 2026 08:32له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ویلي چې، له ۵ کلونو کمعمره ماشومان چې د بدن د معافیت کچه یې ټیټه وي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
-
د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
Feb 02, 2026 10:29د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
-
د روغتیا نړیوال سازمان: په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې ۷۰ بستریز روغتون پرانیستل شو
Jan 30, 2026 11:05د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د ۷۰ بستریز روغتون د پرانېستلو خبر ورکړی چې په خبره یې، په دغه مرکز کې کیموتراپي، جراحي، لابراتواري او رادیولوژیکي خدمات ټول تر یوه چت لاندې وړاندې کېږي.
-
دامهال افغانستان کې له ۶۰۰ قلمه زیات درمل تولیدېږي
Jan 27, 2026 02:56د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دامهال په دې هېواد کې د درملو د تولید ۱۳۰ کارخونې فعالې دي.
-
جاپان د افغانستان له روغتیايي برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه
Jan 15, 2026 08:52د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې.
-
وسلوالو ترهګرو یوه روغتون ته له خپلو طبي کارکوونکو سره یو ځای اور واچولو
Jan 12, 2026 08:48پارسټوډې – وسلوالو ترهګرو د رشت په ښار کې یو روغتون له خپلو طبي کارکوونکو سره یو ځای په اور وسوځاوه.