د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i170270-د_افغانستان_په_۱۸_ولایتونو_کې_د_پولیو_واکسین_کمپاین_پیل_شو
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-02-02T06:04:26+00:00 )
Feb 02, 2026 10:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل دوشنبه د سلواغې په ۱۳مه، ویلي چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بادغیس، هرات، کندوز، فاریاب، بلخ، زابل، ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې پیل شوی دی.

د شرافت زمان په وینا، ټاکل شوې ده چې له پنځو کلونو کم عمره ۷.۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.

«له پولیو د پاک افغانستان» بنسټ هم د دې کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.

دا کمپاین د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ترسره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پولیو ناروغي لا هم په افغانستان او پاکستان کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.