له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د خبر له مخې، ټاکل شوې چې نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي، خو د سختو ورښتونو له امله، په لسو ولایتونو کې دغه کمپاین د اوس لپاره وځنډول شو.
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د روغتیا د وزیر استازي «حبیب غزنوي» په پاکستان کښې د روغتیا د امنیت په نړیوالې غونډې کښې د عفوني ناروغیو د جرړه د ایستلو لپاره له اسلام اباد سره د ملګرتیا لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.