Feb 27, 2024 04:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لسو ولایتونو کې د پولیو واکسین وځنډول شو

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د خبر له مخې، ټاکل شوې چې نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي، خو د سختو ورښتونو له امله، په لسو ولایتونو کې دغه کمپاین د اوس لپاره وځنډول شو.

د پولیو د له منځه وړلو د ملي بېړني عملیاتي مرکز مسئول عبدالقدوس بریالی هم وایي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې یاد کمپاین د ورښتونو له امله ځنډېدلی او د هوا په ښه کېدو سره به بېرته په عادي ډول پیل شي.

بلخوا، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي، دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي چې هدف یې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان پاکول دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وایې چې دوی په افغانستان کې د یادې ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن دي او له دیني علماوو او خلکو څخه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د متخصصینو په باور پولیو یا ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د فلج کېدو سبب ګرځي.  د ماشومانو متخصصین وایي چې د دې ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لاره د نظافت ساتل دي.

پولیو یا ګوزڼ هغه ناروغۍ ده چې تر ډېره په افغانستان او پاکستان کې شته او تېر کال یې په افغانستان کې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

ټیګونه