ایران په دیارلسم ځل د اسیا د فوټسال اتل شو
Apr 29, 2024 15:10 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د ایران د فوټسال ملي لوبډله د تایلینډ په وړاندې په بریا سره، په دیارلسم ځل د آسیا د فوټسال اتله شوه.
د ايران د فوټسال ملي ټيم د اسيا د فوټسال د هېوادونو د کپ په وروستۍ لوبه کښې له کوربه تايلینډ سره سیالي وکړه او په دې وتوانېد چې د فوټسال د اسيايي هېوادونو د کپ د 2024 کال د سیالیو اتل شو.
د ایران د فوټسال ملي ټیم د آسیا د فوټسال په سیالیو کې د ۱۳ اتلولیو، ۲ نایب اتلولیو او ۲ ځلې هم د دریم مقام په ګټلو سره تر ټولو ویاړلې لوبډله ده.
تایلینډ هم له ایرانه په ماتې خوړلو سره په دریم ځل نایب اتل شو.
د اسيايي فوټسال په سياليو کې د ايران د فوټسال ملي لوبډلې له اتلولۍ وروسته د ايران د ورزشي ورځپاڼو مهم سرليکونه او عنوانونه: