May 15, 2024 15:30 Asia/Kabul
  • د اسرائیل ملاتړ عیسویان دې توبه وکړي!/د عیسویانو د ټولنې په یو لیک بیاکتنه

پارس تودی- په دغه لیک کې راغلی دی: مونږ په سخته لوېدیځوالو عیسویانو ته سپارښتنه کوم چي په دې لاره کې زمونږ ملتیا وکړي.همدارنګه ځان او خپلو عیسوي همکارانو ته یادونه کوم چي خدای د مظلومانو او د کمزورو خدای دی، او عیسی ځواکمن یې ورټل او مظلومان یې اوچت کړ.

د اسرائیل له خوا د غزې له بمبار او د بې ګنا خلګو او ماشومانو له وژلې وروسته، د فلسطین عیسویانو د غربي هیوادونو د کلیساو مشرانو او متکلمو عیسویانو ته یوه پرانیستی لیک واستوه چي د غربي هیوادونو د عیسوي مشرانو ناسم تحلیل څیړي او عیسویانو ته د حقیقت لاره څرګندوي.

دلته د دغه مهم لیک ځینې برخې تاسو سره شریکوو.

(اشعیا ۱:۱۷) : زده کړه چی پرځای یعني صحیح عمل وکړې، د عدالت په لټه کې ووسه، له مظلومانو دفاع وکړه.

مونږ د فلسطین عیسوي خلګ، ارګانونه او غورځنګونه چي دغه لیک امضا کړی دی، په ډېره خواشینی سره، په خپل ټاټوبې کې د جګړو کتوونکې یو. د دغه لیک د لیکلو پر مهال مونږ کې هر یو کس د اکټوبر په ۱۹ د اسرائیل د رژیم په وحشیانه بریدونو کې خپل د کورنۍ غړي او یا هم ملګري د لاسه ورکړي دي.

دا بریدونو کې هغه عیسویان هم په نښه شوې چي په غزې کې د ارټودوکسانو په تاریخې کلیسا (سنت پورفیریوس) کې پناه اخیستي وه. مونږ په خبرو سره، په خپل ټاټوبي کې له دغه جنګ څخه خپله ویره او وحشت نه شوی بیانولای.

همداشان چي د خدای نوم د تاوتریخوالو او د ملی مذهبی نظریاتو د رواجولو لپاره کارول کیږي سخت اندېښمن شوي یو.

مونږ په ویرې سره وینو چي غربي عیسویان د فلسطین د خلګو په ضد د اسرائیل له جنګ څخه ملاتړ کوي.

دا لیک مو په غربي هیوادونو کې د هغو عیسوی رهبرانو او د الهیاتو استادانو ته مو لیکلي چي له نیوکې پرته اسرائیل څخه ملاتړ کوي، هغوی مو توبې او همداشان په بلنه کې بدلون ته بللي دي.

له بده مرغه، د ځینو عیسوي مشرانو دوه ګوني اسټندردونه او اقدامات په سخته عیسویت ته زیان رسوي.

مونږ د فلسطین د ملکي وګړو د عام وژنې په وړاندې د کلیسا د مشرانو له چوپتیا څخه خواشیني یو، مونږ حیرانه یو چي د غربي هیوادونو عیسویان ولي همیشه د اسرائیل له لورې د فلسطین له اشغال نه ملاتړ کوي او یا هم هغه توجیه کوي. مونږ همداشان ویره لرو چي عیسویان په غزې باندې د اسرائیل د رژیم وحشیانه بریدونو ته مشروعیت وربخښي.

د اسرائیل فوځ له داسي ټاکټیکونو څخه کار اخیستی دی چي په کښې ملکي وګړې په نښه کیږي، لکه د سپین فاسفورس زهرجنوموادو کارول، د اوبو، برق او تېلو بندول او د ښوونځیو او روغتونونو باندې بریدونه، لکه د الاهلی په روغتون کې ویروونکي عام وژنه، د سنت پورفیریوس د ارټودوکس کلیسا بمبار چي په کښې ټوله عیسوي کورنۍ له مینځه لاړ.

مونږ هغه د هغو عیسویانو تحریف شوي او غیر عادلانه نظرات ردوو چي د روانې جګړې په رېښو باندې سترګې پټوي، د دې رژیم له رامینځ ته کېدو نه تر اوسه پورې د اسرائیل له خوا د فلسطینیانو سیسټماټیکه ځپنه، د فلسطین د ولس دوامداره وژنه، ظالمانه نیواک او توکم پاله جنایاتونه چي دا ټوله د اپارټاید برخې دي، د روانو جګړو اصلي رېښې دي.

دا هم هغه ویرونکی ځپنه او ظلم دی چي د غربي هیوادونو عیسوي مشرانو تل ورباندې سترګې پټې کړي او د الهیاتو او د صهیونیستي تفسیر په وړاندې کولو سره، دغه زور زیاتي ته مشروعیت وربخښي.

په تیرو ۱۷ کلونو کې د اسرائیل له لورې د غزې بې رحمانه محاصره، دغه ۳۶۵ کیلومټریزه تړانګه یې د دوو میلیونو فلسطینیانو لپاره په یوه پرانیستی زندان بدل کړی دی.

د اسرائیل له خوا په غزې کې د ژوندانه بې رحمانه او ناهیلي کوونکی تپل شوی حالات سبب شوی چي ځیني فلسطیني ډلې یې مجبوره کړی دی چي دخپلې ناهیلی او سختې ځپنې په وړاندې فوځي فعالیتونو ته لاس پوري کړي.

له بده مرغه هغه له تاوتریخوالو پرته فلسطینی مقاومت چي مونږ ورته ژمن یو، له مخالفت سره مخامخ کیږي، په داسي ډول چي ځینې غربي عیسوي مشران د اسرائیل د اپارټاید بحث ممنوع ګرځولی دی لکه څنګه چي د بشري حقوقو او نړیوالې بخښنې له خوا تائید شوی دی.

ځلونو مونږ ته یادونه کیږي چي د فلسطین او اسرائیل په وړاندې غربي لیدلوري په دوه ګونې اسټندردونو مبتلا دي، چي اسرائیلي یهودیان انسان بولي او د فلسطینیانو د نه انسان بللو کوښښ کوي.

داسي ښکاري چي دغه دوه ګوڼي چلند هغه استعماري ګفتمان دی چي په امریکا او اقیانوسیه کې د ځایي خلګو د له مینځه وړلو لپاره له holly book  یعني مقدس کتاب نه کار اخیستل، د لسګونو کلونو لپاره په مرییتوب باندې د افریقایانو په نیولو لاس پورې کړې وه او په جنوبي افریقا کې د اپارټاید لپاره کار ورنه واخیستل شو.

مونږ د عادلانه جنګ په هکله د غربي عیسویانو  له نظریې سره بلد یو، داسي نظریه چي په جاپان کې په عامو وګړو باندې د ایټمي بمونو  کارول، د عراق د ورانول او د هغه د عیسوي نفوس له مینځه وړل او د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیل له رژیم څخه ملاتړ  (له ځان څخه د دفاع) او ( د اخلاقي بره والې) تر عنوان لاندې توجیه کوي.

ځینې عیسویان د صهیونیستانو روایتونه منلي دي او ځینې هم د فلسطینیانو په ضد د نفرت او د کرکو په خپرولو کې ونډه لري، لکه د ځینو غربي هیوادونو رسنۍ چي مونږ تاسو یې کتوونکي یو.

مونږ په سخته لوېدیځوالو عیسویانو ته سپارښتنه کوم چي په دې لاره کې زمونږ ملتیا وکړي.همدارنګه ځان او خپلو عیسوي همکارانو ته یادونه کوم چي خدای د مظلومانو او د کمزورو خدای دی، او عیسی ځواکمن یې ورټل او مظلومان یې اوچت کړ.

په دې خاطر، مونږ د عدالت او رحمت په هکله د مقدس کتاب سنت ته د عیسوي مشرانو او روحانیانو له نه پاملرنې څخه سخت اندېښمن یو. چي لومړی د موسی (تورات ۱۰:۱۸؛ ۱۶:۱۸–۲۰؛ ۳۲:۴) و پیامبران (اشعیا ۱:۱۷؛ ۶۱:۸؛ میکا ۲:۱–۳، ۶:۸؛ عاموس ۵:۱۰–۲۴) بیان شوی او په عیسی کې تجسم  ومونده.