چین او پاکستان په افغانستان کښې د ټول شموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه
چین ته د پاکستان د وزیراعظم د سفر په لړ کښې دواړه هیوادونه په افغانستان د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو غوښتونکي شول.
چین ته د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف له سفر وروسته دواړو هیوادونو په ۳۲ مادو د مشتملې یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د «ټولشموله سیاسي چوکاټ» په جوړولو سره، د افغانستان د ټولو پرګنو د مشارکت لاره هواره کړي.
په دغې خبرپاڼې کښې زیاته شوې چې دواړو هیوادونو د افغانستان د مسئله په هکله د اړیکو او غږملتیا پر پیاوړې کولو ټینګار کړی دی.
د پاکستان او چین په ګډې اعلامیې کښې همداشان له طالبانو غوښتنه شوې چې له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب ترڅنګ معتدل سیاست غوره کړي.
په دغې اعلامیې کښې ویل شوي چې پاکستان او چین موافقه کړې چې پایداره پراختیا او په نړیواله ټولنه کښې د شاملیدو لپاره له افغانستان سره په مرسته کښې یو رغنده رول ولوبوي.
دغه خبرپاڼه په داسې حال کښې خپریږي چې طالبان وايي واکمني یې ټولشموله ده او ترهګرې ډلې د افغنستان خاوره د هیڅ بل هیواد خلاف نه کاروي.