د صهیونیسټي رژیم اقدامات نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی
(last modified Sun, 27 Oct 2024 07:18:57 GMT )
Oct 27, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم اقدامات نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران په پوځي مرکزونو د صهیونیسټ رژیم له وروستیو حملو وروسته د امنیت شورا مشر او د ملګرو ملتو سرمنشي ته په یوه لیک کښې ټینګار وکړ: د تل ابیب اقدامات نړیوالې سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی.

زمونږ د خبریال  د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امنیت شورا رییس پاسکال کریسچن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې لیکلي دي: د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د ۲۶ نیټې په لومړیو ساعتونو کې د اسرائیلو تروریستي رژیم د خوزستان، ایلام او د تهران په شاوخوا سیمو کې یو لړ هوايي بریدونه ترسره کړل.

عراقچي زیاته کړه: سره له دې چې د ایران دافع هوا  سیسټم د صهیونیسټي رژیم د توغندیو زیاتره ګوزارونه شنډ کړل خو د ایران څلور پوځي افسران په شهادت ورسیدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې که د ایران د هوایی مدافعې سیسټم بریالی نه وای، د صهیونیسټ رژیم دغه حملې به د سختو تلفاتو سبب شوی وی جوته کړه  د اسرائیلو د رژیم غیر قانونی حملې د نړیوالو اصولو قانون او د ملګرو ملتونو د  منشور خلاف ورزی ده  په ځانګړې توګه د دوهمې مادې څلورم  بند چې په ښکاره توګه د هر هیواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې د ځواک کارول منع کوي.

 

عراقچي په دې په تاکید سره چې د صهیونیسټي رژیم اقدامات د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی، څرګنده کړه: د ایران  اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو قوانینو له اصولو سره سم د دې بریدونو په وړاندې په ټاکلي وخت  د ځواب ویلو حق لري .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتو له سرمنشي او د امنیت له شورا وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم دغه جنایتونه په کلکه او بې  قید و شرطه وغندي او نړیوالې ټولنې ته وښيي چې دغه ډول جنایتونه له نړیوالو قوانینو او اصولو  او د ملګرو ملتونو د  منشور په کلکه سرغړونه ده او   به بې ځوابه  به پاتې نشي.

عراقچي تاکید وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د امنیت شورا له مشر هم غوښتنه کوي چې د دغه سختی  خلاف ورزۍ او غیرقانوني اقداماتو د مخنیوي او د دغه جنایتکار رژیم د حساب ورکونې د یقیني کولو لپاره بیړنۍ غونډه جوړه کړي.

 

ټیګونه