په کابل کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ ځان‌ وژنه کړې
(last modified Sat, 26 Oct 2024 02:03:54 GMT )
Oct 26, 2024 06:33 Asia/Kabul
  • په کابل کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ ځان‌ وژنه کړې

رسنیو په پلازمېنه کابل کې د یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

رسنیو ویلي چې دا پېښه د درېیم مکروریانو په ګلستان ښارګوټي کې رامنځته شوې چې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د يوې ودانۍ له لسم پوړ څخه په غورځولو سره ځان وژنه کړې ده.

تر اوسه د دې نجلۍ د ځان‌وژنې انګېزه نه ده څرګنده شوې.

طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې کچه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو نوي قانون ښځې او نجونې له شدید رواني فشار سره مخ کړي دي.

ټیګونه