پوتین: په لویدیځه اسیا کې د کړکېچ لامل د یوه خپلواک فلسطیني دولت نشتوالی دی
سحاب – د روسیې ولسمشر په لویدیځه اسیا کې د وضعیت د خرابیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، په سیمه کې د کړکیچ اصلي لامل د یوه خپلواک فلسطیني دولت نه شتون وباله.
سحاب شبکې د مهر خبري اژانس له قوله را پور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د بریکس د شپاړسمې سرمشریزې په پای کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لویدیځه اسیا کې د کړکیچ د زیاتیدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل: مسکو په سیمه کې د کړکیچ د کمولو لپاره له ایران سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی.
هغه ټینګار وکړ چې د کړکیچ اصلي لامل په لویدیځه اسیا کې د فلسطین د خپلواک دولت نه شتون دی.
پوتین وویل: د امنیت شورا د پرېکړو په عملي کولو سره د لویدیځې اسیا په سیمه کې د تاوتریخوالی کمول ممکن دي.
په همدې حال کې د صهیونیسټ رژیم رسنیو اعلان وکړ چې د روسیې یو لوړ رتبه پلاوی د صهیونیسټ رژیم د نیواک شویو سیمو ته د صهیونیسټ رژیم او د حماس غورځنګ ترمینځ د اوربند د موافقې او د بندیانو د تبادلې د امکان په اړه خبرو اترو لپاره داخل شوی دی.
د دغه رپور له مخې د روسیې پلاوی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ته وړی چې له هغه یې غوښتی، ترڅو په غزه او لبنان کې جنګ ختم کړي.
د صهیونیسټ رژیم تر نیواک لاندې سیمو ته د روسیې د پلاوی سفر په داسې حال کې کیږي چې د حماس غورځنګ یوه پلاوی هم په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال میخاییل بوګدانوف سره وکتل .