په هلمند کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې
(last modified Sat, 26 Oct 2024 02:06:26 GMT )
Oct 26, 2024 06:36 Asia/Kabul
  • په هلمند کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې

د طالبانو له لوري د ژوندي موجوداتو د تصویرونو د نه خپرېدو په لړ کې، په هلمند ولایت کې تلویزیوني خپرونې بندې شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون دا خبر ورکړ او په یوه بیانیه کې یې په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې داسې کارونه به بدې پایلې ولري.

هلمند څلورم ولایت دی چې د ژوندي موجوداتو د تصویرونو خپرېدل پکې ممنوع شول.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر په وروستیو کې رسنیو ته ویلي وو چې د ژوندي موجوداتو د تصویرونو او فلمونو اخیستل به په تدریجي توګه په ټول افغانستان کې بند شي.

د طالبانو دې اقداماتو د رسنیو د ملاتړیو بنسټونو غبرګونونه پارولي دي.

ټیګونه