په ایران د صهیونیسټ رژيم تیري،او لومړني نړیوال غبرګونونه
(last modified Sat, 26 Oct 2024 08:11:21 GMT )
Oct 26, 2024 12:41 Asia/Kabul
  • په ایران د صهیونیسټ رژيم تیري،او  لومړني نړیوال غبرګونونه

پارس  ټو ډې – دسعودي عربستان ،ملایشیا، پاکستان او عمان  خارجه وزارتونو د جلاجلا اعلامیو په خپرولو سره  په ایران باندې د صهیونیستي رژيم  پوځي تیري محکوم کړل.

پارس ټوډې راپور ورکړی،د ایران هوافضا ضد دفاعي سسټم د اورګان  عمومي اړیکو برخې  په یوې خبرتیا کې ووئيل، صهیونیسټي رژيم نن سهار وختي په یوه تاؤتریخوالي رامینځةکونکي اقدام کې  په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کې  په ځينو پوځي مرکزونو  یرغلونه کړي چې د ایران د هوافضا ضددفاعي سسټمونو  د صهیونیسټ رژيم  له دغه تیریګر اقدام سره بریالی مقابله وکړئ شوه.

ددغې خبرتیا په اساس محدود تاوانونه  هم ځینو سیمو ته وارد شوي دی چې  د پیښې  اړخونه   ارزول کیږي.

په دې لړ کې د نړۍ مختلفو هیوادونو  دنړیوالو قوانینو ددغه خلاف ورزي کونکی اقدام په سخته محکوم کړی  او دا ئې د سیمې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ او دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي بللې ده. دغه اعلامیه زیاتوي،  داسرائيلو داقداماتو دوام  په لویدیځي  آسیا سیمې کې د نښتو د زیاتیدا  او لالوي بحرانونو اوترینګلتیاؤ سبب کیدلی شي.

د عربستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، هغه پوځي تیري چې د ایران په اسلامی جمهوریت شوي،د نړیوال عرف او قوانینو او ددغه هیواد حاکمیت خلاف ورزي ده او سعودي عربستان ئې محکوموي.

دعربستان خارجه وزارت  پر نړیوالې ټولنې او نفود لرونکو او فعالو لورو غږ کړی  چې د تاؤتریخوالي دکمولو  او په سیمې کې د نښتو د ختمیدا په لړ کې دې  خپل رول او مسئولیّتونه وکاروي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې دفتر هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي، د ایران د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په د اسرائيلو پوځي  حملې  دنړیوالو قوانینو او د ملګروملتو د  منشور څرګنده خلاف ورزي ده.

د عمان خارجه وزارت هم په یوې اعلامیې کې  د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د صهیونیسټي رژية تیریګر اقدام په سخته محکوم کړ او دا ئې د ایران دحاکمیّت ښکاره خلاف ورزي او د نړیوالو قوانینو  خلاف ورزي وبلله.

 

ټیګونه