د فرانسې ولسمشر: د بارباریت او وحشت په کرلو سره د تمدن نه دفاع نه کیږي
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته په اشارې سره ویلي: زه باور لرم چې د بارباریت او وحشت په کرلو سره د تمدن نه دفاع نه کیږي."
دد مکرون له خوا پر اسرائیلو د وسلو بندیز غوښتنې وروسته د هغه او نتنیاهو ترمنځ کړکیچ روان دی.
مکرون په پاریس کې د "د لبنان خلکو او حاکمیت ملاتړ" په نوم په یوه کنفرانس کې چې ۷۰ هیوادونو او ګڼو نړیوالو سازمانونو پکې ګډون کړی و، په خپله وینا کې د نتنیاهو په اړه چې په هر فرصت کې پر غزې او لبنان د بریدونو جنایت یې "د وحشت پر وړاندې د تمدن جګړه" بللې وه، سخت غبرګون وښود.
مکرون د نتنیاهو هغه څرګندونو ته په اشارې سره چې پدې وروستیو کې په مکرر ډول یې کوي، وویل ، ʺ پدې وروستیو کې مونږ ډیر زیات د تمدن نه د دفاع په اړه د څرګندونو شاهدان یو، زه باور لرم چې د بارباریت او وحشت په کرلو سره د تمدن نه دفاع نه کیږي."
د فرانسې ولسمشر په دغه څرګندونو سره په ډاګه کړه چې نتنیاهو پیل شوې جګړه د باربریت او وحشت کرل دي، خو له دې ټولو سره، سره امریکا او د هغوی متحدین له دغه جګړې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.