د مریّتوب د ګرَمو په دلیل له انګلستانه د۱۸ټریلیّن پونډو دغوښتو دوام
(last modified Sat, 26 Oct 2024 11:33:39 GMT )
Oct 26, 2024 16:03 Asia/Kabul
  • د مریّتوب د ګرَمو په دلیل له انګلستانه د۱۸ټریلیّن پونډو دغوښتو دوام

پارس ټوډې-افریقائي او د کارائيب حوزې هیوادونه د هغه پلان اجرا تعقیبوی چې انګلستان د مریّتوب د تجارت په زمینې کې ددغه هیواد دتاریخي رول  په د لیل،د ۱۸ ټریلیّن پوڼدو  په ارزښت درندې ګرَمې سره مخامخولی شي.

ددوهم نړیوال جنګ له ختمیدا وروسته،په آسیا،افریقا او د کارائیب په حوزې کې د انګلستان له مستعمره هیوادونو څخه ډیری هیوادونه، دهغو پلانونو په اجرا پسې شوي چې  دلندن د سلطې  په وخت له اقداماتو شکایت وکړي.

پارس ټوډې راپور ورکړی،دغه کړچار په تیره بیا د انګلستان د پخوانۍ ملکې دوهمې الیزابت له مرګه وروسته په وروستیو کلونو کې او د تورپوستو  په څير د امپریالیسټي ضده غورځنګونو په راپورته کیدا پسې په وروستیو کلونو کې  یو ځل بیا راژوندی شوی دی

په عین حال کې د  ګډو ګټو د اورګان ۵۶غړو هیوادونو  مشران چې له تیرې اونۍ راهسې  په سامورا کې سره غونډ شوي دي،ټينګار کړی دی چې د انګلستان له خوا د ګرَمې د ورکولو او د جبرانونکو پلانونو په باب د  محترمانه ، صادقانه او معنا لرونکو خبرواترو د پیلیدا وخت رارسیدلی دی.

دوي په نظر کې لري چې  په دې زمینې کې یوه جلا اعلامیه خپره کړي،خو د لندن  دچارواکو له کوټلو سلامشورو وروسته ،اوس مهال  ددغې سرمشریزې  په پایزې اعلامیې کې ئې  ددغې مادې پر ورزیاتولو بسنه کړې ده.

انګریز لومړي وزیر کی یر سټارمر  هم چې ساموا ته ئې سفر کړی دی ، وئيلي دي، چې  دمرّیتوب د تاریخ په باب دګډون کونکو پیاوړی حس درک کوي ،خو باید واقیّتونه ومني او  له له تیر مشترک وخته تیر شي. یا پرې سترګې پټې شي.

انګلستان تر اوسه پورې د ګرَمې د ورکولو لپاره دغوښتنو په وړاندې  مقاومت کړی دی او د انګلستان د لومړي وزیر دفتر هم  په ساموا کې دسږکال له سرمشریزې مخکې  وئيلی دي چې د ګرَمې  ورکولو موضوع په ایجنډا کې نشته .

 

ټیګونه