د پاره چنار د لارو د بندیدا په وجه لسو ناروغانو ساه ورکړه
(last modified Sat, 26 Oct 2024 11:39:31 GMT )
Oct 26, 2024 16:09 Asia/Kabul
  • د پاره چنار د لارو د بندیدا په وجه لسو ناروغانو ساه ورکړه

د پاکستان ،د کورمې ضلعې د ستر روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،هغه ناروغان چې باید د درملنې لپاره  دپيښور  او یا نورو سترو ښارونو سترو روغتونونو  ته  د درملنې لپاره بوتلل شي،د لارو دبندیدا له امله  له سختو مشکلاتو سره مخ دي او په تیرو څو ورځو کې  د پنځو ماشومانو پشمول لس کسان د بشپړ  درلمنې د امکاناتو دنه شتون په وجه  ساه ورکړې ده.

زمونږخبریال له پاراچناره راپور راکړ،په داسې حال کې چې له تیرو پنځلسو ورځو راهسې د پاراچنار پيښور ستره لاره بنده ده په کورمې ضلعې په تیره بیا په اپر کورم پاراچنار سیمې کې  ددرملو او خوراکي موادو  او دغه راز د سونګو سخت کمښت رامینځة شوی،د کورمې ضلعې د ستر روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،هغه ناروغان چې باید د درملنې لپاره  دپيښور  او یا نورو سترو ښارونو سترو روغتونونو  ته  د درملنې لپاره بوتلل شي،د لارو دبندیدا له امله  له سختو مشکلاتو سره مخ دي او په تیرو څو ورځو کې  د پنځو ماشومانو پشمول لس کسان د بشپړ  درلمنې د امکاناتو دنه شتون په وجه  ساه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان په ولسی جرګې کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ پارلیماني مشر او د کورمې ضلغې  استازي انجنئير حمید حسین  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د کورمې ضلعې  ډیری سیمې  د حکومتي او پوځي   اورګانونو د لټَیو او له خپلو مسئولیّتونو د سرغړونې له امله له ډيرو ترینګلتیاؤ سره مخ دي او په تیرو پنځلسو ورځو کې  په دغې سیمې کې د یوه انساني ناؤرین درامینځةکیدا اندیښنې رابرسیره شوي دي . انجنئير حمید حسین  ګواښ کړی چې که په راتلونکو څو و رځو کې د  ټل پاراچنار ستره لاره خلاصه نشي او امنیت ئې چې د پوځي  او ایف سی ځواکونو اصلی دنده ده  ټينګ نشي ، نو د سیمې د حالاتو د خرابیدا ټوله مسئولیّت به د ځاي حکومت او پوځي چارواکو په غاړه وي،هغه پر مرکزي حکومت او پوځي چارواکو غږ کړی چې په خود کې دې شي او له دې مخکې وضعیّت کنټرولول ئې له اختیاره ووځي،د سیمې د خلکو کړاؤنه دې  کم کړي اوپخپلو  اصلی مسئولیّتونو دې عمل وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې د اکتوبر په دولسمه نیټه  د پوځ او ایف سی ځواکونو په  حصار کې له صدې مقبلو ته په تلونکي کانوائ په کنج علیزئ سیمې کې هاله برید وشو  او کابو پنځلس کسان پکې ووژل شول چې  په همدې ورځې سهار د کنج علیزئ په غرونو کې په ښکار پسې تللو څو کسانو باندې له مخکې په کمین کې ناستو کسانو چې له مقبلو سره ئې  اړه درلوده،ډزې کړې وې او دوه کسان پکې ټپیان شوي وو، چې د هغوي ملګرو د دغه اقدام په غچ کې پر کانوائ باندې برید وکړ. له هغه مهاله ځاي پوځ او ایف سي ځواک  ددې په ځاي چې د سیمې د خلکو امنیت ټينګ کړي سترې لارې ئې تړلي او دځاي خلکو لپاره ئې  ستونزې  راوالاړې کړي دي.

 

ټیګونه