په چین کې د ایران او پاکستان د انرژۍ د وزیرانو لیدنه او د همکاریو پر پراختیا ټینګار
(last modified Sat, 26 Oct 2024 02:50:32 GMT )
Oct 26, 2024 07:20 Asia/Kabul
  • په چین کې د ایران او پاکستان د انرژۍ د وزیرانو لیدنه او د همکاریو پر پراختیا ټینګار

د ایران او پاکستان د انرژۍ وزیرانو په چین کې د یوې نړیوالې غونډې په څنډه کې، د انرژۍ او سیمه ایزو ارتباطاتو په ډګر کې د دوه اړخیزو ملګرتیاو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ د پاکستان او ایران د انرژۍ وزیرانو سردار اویس لغاري او عباس علي آبادي د چین په چینګ داو ښار کې د چین په کوربه توب د انرژۍ د وزیرانو د درېیمې غونډې په څنډه کې سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ په پیاوړتیا کې د ایران او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د انرژۍ د پروژو پر اهمیت باندې ټینګار وشو، دواړو لورو د راتلونکو ملګرتیاوو په تېره بیا د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګوادر په بندري ښار کې د برښنا رسولو د پروژو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه راز، د ایران او پاکستان د انرژۍ وزیرانو په دغه کتنه کې، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د ارتباط د زیاتولو پر ضرورت د نظر د تبادلې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ پر همغږۍ او منظمو اړیکو ټینګار وشو.

ټیګونه