په ځینو پوځي مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژیم له یرغل سره د ایران د دافع هوا مقابله
(last modified Sat, 26 Oct 2024 05:19:32 GMT )
Oct 26, 2024 09:49 Asia/Kabul
  • په ځینو پوځي مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژیم له یرغل سره د ایران د دافع هوا مقابله

د ایران د اسلامي جمهوریت د دافع هوا قرارګاه د ایران په یوشمیر پوځي مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژيم له حملې سره د کامیابې مقابلې خبر ورکړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د دافع هوا قرارګاه د ایران په یوشمیر پوځي مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژيم له حملې سره د کامیابې مقابلې خبر ورکړی دی.

د ایران د دافع هوا اډې د عامه اړیکو په خبرپاڼه کښې راغلي دي: له هر ډول بلاغواړي اقدامه د ډډه کولو په هکله جنایتکار او غیرقانوني صهیونیسټي رژيم ته د ایران د اسلاکي جمهوریت د تیر خبرداریو سره سره، دغه جعلي رژيم تیره شپه په یو شخړه جوړونکي اقدام کښې په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کښې په ځینو پوځي سیمو بریدونه وکړل.

په دې بیانیې کښې راغلي دي: د ایران دافع هوا سیسټم وتوانیده چې د صهیونیسټي رژيم له دغه تیري ګر اقدام سره بریمنه مقابله وکړي.

د دې خبرپاڼې له مخې، ځینو سیمو ته محدود تاوان رسیدلی او د پيښې د اړخونو جاج اخیستل کیږي.

 

ټیګونه