پر خبریالانو د اسرائیلو برید جنګي جنایت دی
(last modified Sat, 26 Oct 2024 02:54:25 GMT )
Oct 26, 2024 07:24 Asia/Kabul
  • پر خبریالانو د اسرائیلو برید جنګي جنایت دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم له خوا د لبنان په سویل ختیځ کې د خبریالانو پر کورونو بمباري، د اسرائیلو د جنګي جنایت بله بېلګه وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اسماعیل بقایي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې، د  صهیونیسټي رژیم له لورې د جمعې په سهار د لبنان په سویل ختیځ کې د خبریالانو د ځای په نښه کېدل چې له امله یې د دوو چینلونو المیادین او المنار انځور اخیستونکي غسان نجار او وسام قاسم او د نشراتو تخنیکر محمد رضا، په شهادت رسېدلي، غندلی او هغه یې د اسرائیلو د وحشیانه جنګي جنایت یوه بله بېلګه بللې ده.  

بقایي زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم په تېر یوه کال کې ۱۸۰ خبریالان او د رسنیو غړي وژلي دي او دا په داسې حال کې ده چې خبریالان او د رسنیو غړي د نړیوالو بشردوستانه قوانینو تر ملاتړ لاندې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: د ۱۹۴۹ کال د جنیوا کنوانسیون او د ۱۹۷۷ کال د اضافي پروتوکولونو، په تېره بیا د خبریالانو د ساتنې په هکله د لومړي اضافي پروتوکول د ۷۹ مادې له مخې، چې په خطرناکو شرایطو کې کار کوي، خبریالان او د هغوی تجهیزات، د ملکي وګړو او شیانو په توګه مصونیت لري.

د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم په حملو کې تراوسه ۲۵۹۳ کسان شهیدان شوي دي.

ټیګونه