لویدییځوالو ته په بریکس کې د غړیتوب شرط،له ډالرو سره مقابله
(last modified Sat, 26 Oct 2024 10:02:03 GMT )
Oct 26, 2024 14:32 Asia/Kabul
  • لویدییځوالو ته په بریکس کې د غړیتوب شرط،له ډالرو سره مقابله

پارس ټوډی - د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چې هېواد یې د بریکس ګروپ مشري کوي، اعلان وکړ چې د ډالر ورکولو په بهیر کې د لویدیځي هېوادونو د ګډون لپاره شرط دا دی چې دا هېوادونه به په شفافیت چارې ترسره کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات مرستیال سرګئی ریابکوف د نړیوالو راکړو ورکړو د کمولو لپاره د بریکس ډلې هڅو ته په اشارې سره وویل: هغه لویدیځ هېوادونه چې غواړي په نړیواله سوداګرۍ کې د ډالرو د کمزوري کولو په بهیر کې شامل شي، باید خپل اهداف روښانه کړي.

پارس ټودی د ایرنا له قوله خبر ورکړی چې ریابکوف دغه راز زیاته کړې:د دغې نړیوالې ډلې د مشرتوب پر مهال، مسکو په دې بریالی شو چې ډالر کمزوری کړي او په تړونونو کې یې رسمي کړي،دغه راز  اوس یې ددغه بهیر دوام برازیل ته د BRICS د راتلونکي مشر په توګه سپارلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي، چې د غیرقانوني بندیزونو له امله د ډالرو ارزښت له خطر سره مخامخ دی او څرګنده یې کړه، چې د دې ډول کړنو د مخنیوي لپاره د حل لارې شته.

د مخ پر ودې اقتصادونو ډله چې د BRICS په نوم یادیږي په 2006 کې د برازیل، چین، هند او روسیې لخوا رامینځته شوه او په راتلونکو کلونو کې سویلي افریقا، ایران، مصر، متحده عربي اماراتو او ایتوپیا په تدریجي ډول سره یوځای شول.

د دغې ډلې د تیرې اونۍ په غونډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر«مسعود پزشکیان» د مرکزی غړی په توګه  شتون درلود.

 

ټیګونه