په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري په اړه حقیقتونه، څرګندونې او تکذیبونې
(last modified Sun, 27 Oct 2024 05:39:38 GMT )
Oct 27, 2024 10:09 Asia/Kabul
  • په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري په اړه حقیقتونه، څرګندونې او تکذیبونې

پارس ټوډی- په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کښې په ځینو پوځي مرکزونو باندې د صهیونیسټي رژيم د وړمې شپې تیري، له ځان سره یولړ حقیقتونه، ګونګوسې او تکذیبونې درلودې.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د دافع هوا عامه اړیکو په یوه خبرتیا کښې ویلي دي: له هر ډول بلاغواړي اقدامه د ډډه کولو په هکله جنایتکار او غیرقانوني صهیونیسټي رژيم ته د ایران د اسلاکي جمهوریت د تیر خبرداریو سره سره، دغه جعلي رژيم تیره شپه په یو شخړه جوړونکي اقدام کښې په تهران، خوزستان او ایلام ولایتونو کښې په ځینو پوځي سیمو بریدونه وکړل.

د دې خبرپاڼې له مخې ځینو سیمو ته محدود تاوان رسیدلی او د پيښې د اړخونو څیړنه روانه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ هم په یوه خبرپاڼه کښې د صهیونیسټي رژيم له دغه تیري سره د مقابلې په وخت د خپلو دوو جنګیالیو د شهادت خبر ورکړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت هم د صهیونیسټي رژيم د تیري اقدام په غندلو سره ټینګار وکړ: د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې له مخې، ایران د بهرنیو تیري ګرو کړنو په وړاندې د خپلې دفاع حق او دنده لري.

د تل ابیب له دغه شخړه جوړونکي اقدام وروستهد صهیونیسټي رژيم سرچینو غوښتل چې دغه کمزوری برید ستر وښايي او په دې هکله یې مختلفې ادعاوې وکړې.

په هم دې لړ کښې یوې صهیونیسټي سرچینې ادعا وکړه چې د اسرائیلو د پوځ ۱۰۰ پوځي الوتکو په دغه برید کښې برخه اخیستې وه خو ایران یې دغې ادعا ته غبرګون وښود.

یوې خبر سرچینې تسنیم خبري آژانس ته وویل: کوم خبر چې وايي د اسرائیلو رژيم سلو پوځي الوتکو په دې حمله کښې رول لوبولی، بیخي دروغ دی او صهیونیسټي رژيم د دغه کمزوري برید د ستر ښودلو په ټکل کښې دی.

دغې سرچینې همداشان په ایران کښې د شلو اهدافو د ویشتلو په اړه د اسرائیلو د پوځ ادعا غیرحقیقي وبلله او ویې ویل: د دښمن د اهدافو شمیر له دې اندازې ډیر لږ دی.

سرچینې همداشان ویلي چې صهیونیسټانو حمله د ایران له سرحدونو له بهر څخه وشوه او ډیر محدود تاوان یې اړولی دی.

د جعلي ویډیوګانو او خبرونو خپرول، په ایران باندې له تیري وروسته د صهیونیسټانو یوه بله حربه وه، د صهیونیسټانو دغه اقدام حتی د اسرائیلي خبریالانو او د انټرنیټ د کارکونکو د خواشینۍ سبب شو.

د ټایمز آف اسرائیلي ورځپاڼې پوځي خبریال د هغو ویډیوګانو په غبرګون کښې چې د صهیونیسټي رژيم د جنګ وزیر یوآو ګالانټ خپرې کړې او ادعا یې کړې وه چې په ایران باندې د اسرائیلو د حملې له امله د رامینځته شویو تاوانو ښودنه کوي، په دغه کار خواشیني څرګنده کړه:

د دغې صهیونیسټي رسنۍ خبریال ټینګار وکړ چې ګالانټ به تهخانه کښې، د تل ابیب د حملې ادعايي تصاویر خپاره کړل او ویې ویل چې دا، د اسرائیلو د حملې له امله د تهران په ریفاینرۍ کښې د اور لګیدو تصویر دی.

خو یاد خبریال زیاته کړه چې دغه تصویر په ۲۰۲۱ کال کښې د تهران په چڼځي کښې د اور لګیدو انځور دی او د اسرائیلو په حملې پورې هیڅ اړه نه لري.

یو صهیونیسټي یوزر «شاوي شاولي» هم په دې هکله په ایکس ټولنیزه شبکه کښې ولیکل: زما په خیال کمزوری کار، صحيح کار و چې ترسره شو خو بیا هم نتانیاهو مونږ ته ولې دروغ وايي؟

له بلې خوا د تهران د ریفاینرۍ ویاند«شاکر خفایي» د صهیونیسټي رزیم په برید کښې د دغه چڼځي د هدف ګرځیدو د خبر په دروغ بللو سره وویل چې د تهران ریفاینري لاهم د معمول مطابق خپل کار کوي.

د ایران د حکومت ویاندې «فاطمه مهاجراني» هم په ځینو صهیونیسټي رسنیو کښې د خپرو شویو جعلي ویډیوګانو د خپریدو په غبرګون کښې وویل: ایران یو پياوړی او مقتدر هیواد دی او په دا ډول شیطنتونو سره ورته مسئله نه جوړیږي.

په ایران باندې د صهیونیسټي رژيم پوځي تیري نړیوال غبرګونونه هم په ځان پسې لرلې دي او عربستان، ملایشیا، اردن، قطر، کویت، شام، پاکستان، د صنعاء حکومت، امارات، عراق، عمان او د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د جلاجلا خبرپاڼو په خپرولو سره، دغه پوځي تیری وغنده او هغه یې د ایران د حاکمیت او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي وبلله.

 

ټیګونه