د صفی الدین په شان د سرښیندونکو میړنتوب، لبنان له ویشل کیدا ژغورلی دی
(last modified Sat, 26 Oct 2024 09:11:47 GMT )
Oct 26, 2024 13:41 Asia/Kabul
  •  د صفی الدین په شان د سرښیندونکو میړنتوب، لبنان له ویشل کیدا ژغورلی دی

پارس ټوډې -  حضرت امام خامنه اي  په یوه پیغام کې د شیهد سید هاشم صفی الدین  د شخصیّت په ستاینې سره ټينګار  وکړ، حزب الله  ژونده  دی  او مخ په وده دی  او خپل تاریخي رول لوبوي.

 د رهبرۍ د مقام د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د مقاومت د جبهې ځوانانو ته په یوه پیغام کې د لبنان د حزب الله د اجرایی شورا د شهید شوي مشر« سید هاشم صفي الدین » د شخصیت  په ستاینې سره  ټینګار وکړ؛ حتی  اوس هم حزب الله د لبنان تر ټولو پیاوړی مدافع او د صهیونیسټ رژیم د حرص په مقابل کې چې له اوږدې مودې راهیسې د لبنان د ویشلو هدف لري، تر ټولو پیاوړی ډال دی.

د  اسلامی انقلاب  د معظم لارښود د پیغام متن په دې ډول دی؛

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د مقاومتي جبهې ګرانو  او خوږو ځوانانو!

سید مجاهد رشید او فداکار، جناب سید هاشم صفي الدین رضوان الله علیه  د مقاومت د شهیدانو په صف کې شامل شو او یو بل ځلانده ستوری یې د سپیڅلي ځای په لاره کې د جهاد په اسمان کې ښکل کړ.

هغه د حزب الله یو  مهم  شخصیت ؤ   او د سید حسن نصرالله  همیشنی ملګری و، حزب الله د ده په شان مشرانو په هوښیارۍ او زړورتیا سره وکولای شول چې لبنان د تباهۍ او د غاصب رژیم له ګواښه  وژغوري چې ظالم پوځ ځینې وختونه د بیروت د خنثی کولو لپاره وهل.

د هغه زړورتیا او قربانۍ او نور قومندانان او مجاهدین د نصرالله محور وو، چې د جنوب لیطاني، صور او د دې سیمې د نورو ښارونو د غصب او اشغال او له اشغال شوي فلسطین سره یې د الحاق خطر یې له منځه یووړ. دغه راز یې د هغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په لاره کې حزب الله خپل ژوند، مال او ارزښتناکه وقار قربان کړ او غاصب او جنایتکار صهیونیسټ رژیم یې چې د هغه  ظالم ،جنایتکار او تورز ړی پوځ  وخت په وخت پر بیروت تیري کول او ددوي حق ئې تر پښو لاندې کاوۀ.

 اوس د حسن  نصرالله او صفی الدین په څېر مشران په ظاهره په دې خوشالۍ کې نشته ، خو د هغوی روح  او رهبري په میدان کې شتون لري او د لبنان او د دې بې دفاع خلکو دفاع کوي.

 نن سبا هم  حزب الله د لبنان ترټولو پیاوړی مدافع او د صهیونیسټ رژیم د حرص په مقابل کې چې له ډیرې مودې راهیسې د لبنان د ویشلو موخه لري، ترټولو پیاوړی ډال دی.

دښمن هڅه کوي چې د لبنان لپاره د حزب الله فداکارانه رول رد کړی، خو د لبنان خواخوږي باید اجازه ورنکړي چې دا درواغجن بیان د دوي له خولې  واوري.

حزب الله ژوندی دی او وده کوي او خپل تاریخي رول لوبوي. د تل په څیر، د ایران اسلامي جمهوریت به  د خدای په مرستې سره د قدس له مجاهدینو او د هغو جنایتکارو ډلو د نیواک په وړاندې مقاومت کوي چې فلسطین یې غصب کړی دی.

زه د خپل ګران سید صفی الدین د شهادت مبارکي او تسلیت د هغه درنې کورنۍ، خپلوانو او د مقاومت په ټولو ډګرونو کې ملګرو ته وړاندې کوم.

 

و السلام علی عباد الله الصالحین

 

ټیګونه