د حزب الله کوم ډول ډرون د نتانیاهو کور په نښه کړ؟
(last modified Sat, 26 Oct 2024 08:47:28 GMT )
Oct 26, 2024 13:17 Asia/Kabul
  • د حزب الله کوم ډول ډرون د نتانیاهو کور په نښه کړ؟

پارس تودي – د صهیونیسټي رژیم یوه شنونکي د لبنان د حزب الله له بې پیلوټه الوتکو سره په مقابله کې د اسرائیلو کمزورتیا ومنله.

د صهیونیسټی خبری سایټ واللا د پوځي چارو کارپوه «امیر بوخبوط» له قوله ویلي؛ دا حقیقت چې د صهیونیسټ رژیم پوځ د اسرائیلو تر نیواک لاندې سیمو ته له استول شویو بې پیلوټه الوتکو سره په مقابله کې کمزوری دی، له رادارونو څخه د حزب الله د ډرون د پټیدو په شمول ډیرو پیښو دغه کمزورتیا ثابته کړه.

د پارس ټوډی د ایرنا له قوله لیکي، «امیر بوخبوط» په همدې مناسبت وویل: د بې پیلوټه الوتکو له ګواښونو سره د مقابلې په برخه کې تشې موجودې دي، دا تشې نن نه لیدل کیږي، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه ټولو ته څرګنده شوې ده.

د بوخبوط په وینا، د حزب الله د بې پیلوټه الوتکو مداخله او په نښه کول خورا پیچلي دي ځکه چې دا بې پیلوټه الوتکې د رادار ټیټ څپې لري او په ټیټ ارتفاع کې الوتنې کوي چې د دوی په نښه کولو لپاره د اسراییلي هوایی ځواک کموي.

دغه صهیونیسټی شنونکی په دوام کې وویل: د بې پیلوټه الوتکې د رادارونو پټیدل او د اسرائیلو د لومړی وزیر کور ته نږدې د هغې حرکت یو داسې ګوزار وو چې د ګولانی د بیرکونو په نښه کولو څخه کمه سخته نه وه.

صهیونیسټي پوځ د سپتمبر له ۲۳مې نیټې راهیسې د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړي چې د حزب الله له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي.

 

د لبنان د روغتیا وزارت د رپوټ له مخې په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کې ۲۵۴۶ لبنانیان شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

د لبنان حزب الله په دغه هیواد کې د ملکیانو د هدفونو په باره کې غلی نه دی پاتې شوی او له لومړیو شیبو څخه یې د اسرائیلو له خوا د نیواک شویو سیمو په شمال کې د صهیونیسټانو د مرکزونو او میشت ځایونو په خلاف بې شمیره عملیات په خپله اجنډا کې شامل کړي دي.

 

ټیګونه