د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د چین په نړیوال فلم فیستیوال کې دوه ایراني فلمونه نندارې ته وړاندې شول
پارس ټوډی- د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د چین په نړیوال فلم فیستیوال کې دوه ایراني فلمونه او انیمیشنونه د لیدونکو د پام وړ وګرځیدل.
د مرتضی علي عباس میرزاي په ډایریکټرۍ "بیرو" فلم او د عباس عسکري په ډایرکټرۍ "لوپتو" انیمیشن د چین د چینګ دو په ښار کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ۱۷م نړیوال فلم فیسټیوال کې نندارې ته وړاندې شو چې د هنرمندانو، ډایرکټرانو او د فلم تولیدونکو او د فلم نقادانو له تود هرکلي سره مخ شو.
د اسلامي ثقافت او ارتباطاتو د ادارې د عامه اړيکو د خبر له مخې، د سینمايي هنر په دغه نندارتون کې د نړۍ له اتو هېوادونو (جاپان، روسيې، ايران، کاناډا، جرمني، بلغاريا، چک جمهوريت، هالینډ او انډونیشیا) څخه ١٢٩ فلمونه نندارې ته وړاندې شوي وو. 15 فلمونه وروستي پړاو ته ورسیدل او د چین د ماشومانو د سینما له 20 فلمونو سره یوځای نندارې ته وړاندې شول.
تر ټولو مهمه موضوع چې په دغو دوو فلمونو کې یې د رسنیو پام ځانته اړولی، د دغو دوو آثارو د کیسو سیمه ایزوالی او کلي فضا یې وه چې ایراني کلتور او ټولنه په ښه توګه معرفي کولې شي.