د رڼا سرچینې [د شهادت منتظران)
(last modified Sun, 27 Oct 2024 10:30:30 GMT )
Oct 27, 2024 15:00 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې [د شهادت منتظران)

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننۍ 127برخې سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې  درسره د احزاب سورې د ۲۳ او ۲۴ آیتونو د نزول د شأن په باب درسره غږیږو، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي

    خوږو دوستانو د هغه برخلیک جوړونې  ډیره مهمه واقعه  د دوهم  هجري قمري کال  په روژې مبارکې میاشتې کې رامینځةشوه چې د اسلام او مسلمانانو  په برخلیک  کې ئې حیرانونکی بدلون راوست او په دې پسې  نړۍ  د اسلام په باب یو بل نظر وموند؛ دغه پيښه، د  بدر د غزا پيښیدا وه.  د بدر جنګ یا غزا د قریشو له کافرانو سره د مسلمانانو لومړنبی لوي جنګ ؤ او ددښمن د سپيرې ماتې سبب شو. په بدر غزا کې د مسلمانانو حیرانونکي فتحې  د اسلام د لښکر په کیمپ کې خوشالي ډالۍ کړه ، ټولو  مسلمانانو  پر خپل شتون ویاړ کاوۀ او له دې چې  د کافرانو په ضد ئې په لومړني جنګ کې د شتون ویاړ درلود،په آرامه نه شول کیښناستلی  او ډير خوشال وو. میرمنې ، بوډاګان، ماشومان او هغه  ټول کسان چې په بدر  جنګ کې   په یوه دلیل  له ګډونه معاف وو، ددغه خبر له آوریدو خوشال وو، خو  غم او خپګان، یو شمیر کسان ناکراره کړي وو. دوي په دې چې  په مدینې منورې کې  د اسلام د لښکر  د حرکت په وخت ئې شتون نه درلود  او ونه توانیدلی  له مجاهدینو سره  ملګرتیا و کړي،  او  دپیغمبر په خوا او رکاب کې وجنګیږي ، ځانونه ئې رتل .

        انس بن نضر یو هغه کس ؤ چې  ددغه مهم او برخلیک ټاکونکي  جنګ په وخت موجود نه ؤ، او ډیر میړانی او شجاع کس پيژندل شوی ؤ او له خپلې خوا ئې  له کافرانو سره د جنګ لپاره ډيره لیوالتیا ښودله، خو  د جنګ او شخړې د پيلیدا په وخت  په یوه تجارتي سفر کې ؤ .انس ،تل  له خداوندمتعاله غوښتلد رسول ا... بزرګوار(ص) لپاره ښه ملګری شي. هغه ګروهنه درلوده،خپله دغه دزړه غوښته  دجنګ په ډګر کې ثابته کړي. انس  په بدر غزا کې  له محرومیّت وروسته له خپل خداي  سره ژمنه وکړه  او قسم ئې وخوړ چې  په ورپسې لومړني جنګ کې  دکافرانو په ضد حتما موجود ووسي، او ترخپلې  وروستۍ سا  او د وینې تر وروستۍ څاڅکي  د پیغمبر اسلام (ص) دفاع وکړي.

ډیر وخت نه ؤ  تیر شوی  چې  د احد غزا هم راپيښه شوه او د قریشو کافرانو په یوه ستر لښکر او درندو جنګي آوزارونو سره  د مسلمانانو څخه د غچ اخستو  او د بدر د ناکامۍ د جبرانولو لپاره له مسلمانانو سره د جنګ اعلان وکړ. احد جنګ یا غزا، د مکې دمشرکانو لپاره هم یو غچ اخستونکی  جنګ ؤ او  هم د اسلام د نوي پنځیدلي قدرت د پيزواني کولو لپاره یو کوشش.سره له دې چې  دوي ، د هغې تجارتي لارې د پرانیستو لپاره چې مکه  ئې له شام سره نښلوله  او په بدر غزا کې   د  مسلمانانو لاس ته لویدلي وه، د خداي د پیغمبر  سره له بیاجنګه پرته ئې بله چاره نه  لیدله . پر دې اساس ، په لالوي  اوپه وسلو سنبال لښکر سره  ئې پر مدینې یرغل وکړ او مسلمانان ئې یوه بل  جنګ ته اړباسل.

              انس بن نضر،هغه لومړنی کس ؤ چې تیار او جنګ  ته روان شو. هغه د شهادت په فکر کې ؤ او له بریالیتوب پرته ئې پر بل هیڅ شي فکر نه کاوۀ.   په احد جنګ کې،د انس بن نضر په څير د مسلمانانو د سرښیندنې او میړنتوب  له امله  په پيل کې مسلمانانو برلاسه ترلاسه کړ،او حتی د قطعي بریالیتوب تر حده ئې څو ګامونه پاتې ؤؤ،خو په دوام کې ئې  د پیغمبر اکرم(ص) له جوت فرمانه  په  سرغړونې سره سبب شول څو د جنګ برخلریک د  کافرانو په ټه  بدل شي  او مسلمانان  دجنګ له میدانه پښې سپَکې کړي او جنګ ته شا کړي او په هغو حساسو شیبو کې د خدای رسول(ص) په دښمنانو کې یوازې پریږدي.

د  اُحد جنګ  په ډيرو سختو او مشکلو شیبو کې ناڅاپي په مسلمانانو کې  د خداي درسول(ص) د وژل کیدا ګونګوسه خپره شوه. یو شمیر مسلمانانو  د جنګ او مبارزې  انګیزه او روحیّه له لاسه ورکړه او حتی له هغوي یو شمیر  د منافقانو د مشر عبدا...بن ابی له لارې له؛ابوسفیان؛ څخه  دامن نامې د اخستو په فکر کې شول . ؛انس بن نضر؛ ددغې صحنې په لیدو سره او د عمر او طلحه  په څير د ځينو اصحابو ناامید کونکي څرګندونو په آوریدو سره  چې  د پیغمبر اکرم(ص) د وژلې د آوازې  له امله  ئې له جنګه لاس اخستی ؤ،ددغو کسانو په رټَلو سره ئې دوي  په هغې لارې کې تر وژل کیدا پورې د جنګ دوام ته وهڅول چې په هغې لارې کې پيغمبر وژل شوی ؤ .هغه دوي ته له جنګه  لاس په سر کیدا باندې ډير حیرانه ؤ او دوي ته ئې په خطاب کې ووئيل؛ولې ناست ئۍ؟، دوي ووئيل، د خداي رسول ووژل شو، انس ووئيل؛ له هغه وروسته  ژوند بیا څه ارزښت لري؟پورته شئ  او په  هماغه لاره چې د خداي رسول(ص) له دنیا لاړ او ووژل شو،حرکت وکړئ او ووژل شئ. بیا ئې خداي تعالی ته لاس پورته کړ او عرض ئې وکړ؛ائ پروردګاره! زه ددوی په خبرو د تا په درګاه کې بخښنه غواړم  او  د دوي له اعمالو برائت کوم.::

               انس  له مشرکانو څخه د برائت او د ځينو مسلمانانو په کردار باندې د شرمندګۍ له څرګندولو  وروسته پخپل ځان کې د لازیات قدرت احساس وکړ او په میړانې او شجاعت سره  ددښمنانو مینځ ته ورغی او په ډير ګردو غبار او دوړو کې  تکبیر ویونکو پر مشرکانو حملې کولې او  دوي ئې نسکورول او وژل ئې .د هغه بدن  دتورو  له ګوزارونو او غشو ډک شوی ؤ او هغه ډير سخت زخمي شوی ؤ او له سر او مخ څخه ئې وینې بهیدلې.د  ډیرو تپونو او پر مخ ئې د وینو د بهیدا له امله نور هغه چا نه پیژند. یوازې سعد بن  معاذ دهغه غږ و پيژند چې هغه ته ئې وئيل؛ ائ سعد! دبهشت  بوي هره شیبه رارسیږي.ګواکې  ئې وینم او هیڅ پکې شک نه کوم،ته شاهد ووسه  چې زه د خپل تر وروستۍ ساه پورې  وجنګیدم او د خداي دپیغمبر(ص) په دفاع کې مو پخپلې ژمنې او خوړلي قسم وفا وکړه: هغه دغه خبرې وکړې  او په  زخمي،ستړي  او نیمه جان بدن سره ئې یو ځل بیا توره راوښکله او په ډيرې میړانې سره وجنګید. له جنګیدو  لږ وروسته  خپلې هیلې ته ورسید او د وصال شربت ئې وڅښۀ. هغۀ خپل صمیمي انتظار د شهادت په شربتو څښلو سره پاي ته ورساوۀ او تل پاتې شو. هغه دومره ټوک ټوک او زخمي شوی ؤ چې هغه چا نه پيژند،حتی د هغه ورارۀ هم هغه چې په وژل شوو کسانو کې لویدلی ؤ، ونه پيژند. دهغه لور هم خپل پلار یوازې د بدن د هغو نښو په لیدو سره د هغه پر ګوَتو وې، وپيژند. له دې وروسته مشخصه شوه چې دهغه پر بدن اتیا زخمونه وارد شوي  چې  د اُحد په شهیدانو کې بې مخینې وو.

دلته وه چې د احزاب سورې ۲۳ او ۲۴ آیتونه نازل شول  او د مومنانو کلکه دریدا ئې وستایله او د شهادت لپاره ئې د نورو دانتظار خبر ورکړ. په دغو آیتونو کې خداوند متعال وفرمائيل؛مِنَ الْمُؤْمِنِینَ رِجالٌ صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللّهَ عَلَیْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضى نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ وَ ما بَدَّلُوا تَبْدِیلاً/ لِیَجْزِیَ اللّهُ الصّادِقِینَ بِصِدْقِهِمْ وَ یُعَذِّبَ الْمُنافِقِینَ إِنْ شاءَ أَوْ یَتُوبَ عَلَیْهِمْ إِنَّ اللّهَ کانَ غَفُوراً رَحِیماً:؛په مومنانو کې داسې کسان شته چې  په هغو کې چا له خداي سره عهد وکړ،نو  صادقانه ئې وفاوکړه. له هغو ځيني په شهادت و رسیدل او ځيني د  شهادت په انتظار کې دي او (هیڅکله ئې خپله عقیده) بدله نه کړه/  څو  خدای رښتیا ویونکو ته  د هغوي درښتیا وئيلو  جایزه ورکړي او منافقان که وغواړي  عذاب کړي، یا ئې وبخښي ،چې  خداي ډير مهربان او بخښونکی دی:::

              ځیني تاریخ لیکونکي او مفسران دغه آیتونه د پيغمبر اکرم (ص) له آکا  او ترۀ بزرګوار حضرت حمزه بن عبدالمطلب یا د احد دجنګ له نورو شهیدانو سره اړونده ګڼي. ځیني نور هم په ډې عقیده دي چې دغه آیت ډيره ژوره معنا لري او د اسلام ټول شهیدان چې د ؛احزاب؛ جنګ له پيښې مخکې ئې د شهادت خوږ شربت څښلی وو،هم شاملیږی، او  منتظران هم هغه ټول کسان وو چې  د شهادت او بریالیتوب په انتظار کې وو،  او  د  سید  الشهدا حمزه(ع) او علی(ع) په څير کسان ددغو  دواړو ډلو په سر کې وو. جالبه ده چې  د ملا محسن فیض کشاني  په لیکل شوي ؛تفسبیر صافي ؛نومې کتاب کې  ددغه آیت په باب  داسې راغلي دي ؛په کربلا کې د  امام حسین علیه السلام  هر یو ملګری  چې غوښتل ئې میدان ته لاړ شي، له امام بزرګوار سره ئې خدای په آماني کوله  او وئيل ئې ؛ائ  دخداي د رسول (ص) زویه !پر تا سلام او خداي په آمان::: امام بزرګوار  هم  دوي ته ځواب و رکاوۀ او وروسته ئې دغه آیت تلاؤت کاوۀ؛ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضى نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ یَنْتَظِرُ.»    

 پر دې اساس وئيل کیدلی شي،په دغه آيت کې  د هرې زمانې او هر پړاؤ  ټول رښتیني مومنان شاملیږي . هغ که دخداي په لاره کې شهید شوي وي او که  له کومې لړزانتیا پرته ئې  له خپل خداي سره پر عهد او تړون  کلک دریدلي او د شهادت او جهاد لپاره تیار وو.

خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو  له خداوندمتعاله  په غوښتې سره چې مونږ  هم ددغه آیت مصداق وګرځوي ،تاسو ټول په نیاؤمن خداي سپارو؛

*أَللّهُمَّ اِنّی اَعْتَذِرُ اِلَیْکَ مِمّا صَنَعَ هؤُلاءِ وَ اَبرأُ اِلَیْکَ مِمّا جاءَ بِهِ هؤُلاءِ

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه