طالبانو د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163428
طالبانو د هرات د پاشدان د اوبو بند، چې کار یې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې پیل شوی و، ګټې اخیستنې ته وسپاره.
(last modified 2025-08-14T09:59:47+00:00 )
Aug 14, 2025 14:18 Asia/Kabul
  • طالبانو د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره 

طالبانو د هرات د پاشدان د اوبو بند، چې کار یې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې پیل شوی و، ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د دې پروژې کار په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوی و او ویل کېدل چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې له ۶۰ سلنې زیات بشپړ شوی و. 

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبدالطیف منصور، د پاشدان د اوبو بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل:  د دې بند د جوړولو ټول لګښت د طالبانو د حکومت له بودجې څخه ورکړل شوی دی. 

د پخواني حکومت په دوره کې د پاشدان د اوبو بند د جوړولو لګښت ۱۱۷ میلیون ډالره اټکل شوی و. 

د هرات د پاشدان بند د هرات ښار څخه ۲۰ کیلومتره واټن په کرخ ولسوالۍ کې د هریرود پر سیند جوړ شوی دی. 

دا بند د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت، د ۱۳ زره هکتاره ځمکې خړوبولو او د دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري. 

طالبان د واک ترلاسه کولو مخکې، د ناامنۍ په رامنځته کولو سره، د پاشدان بند د جوړولو په مخنیوي کې له موانعو څخه یادېدل. 

په یوه برید کې چې دې ډلې د پاشدان بند پر امنیتي پوست باندې کړی و، درې امنیتي سرتېري وژل شوي وو.