په ختیځ غزه کې د صهیونیستانو ۵۲ پوځي موټرونه تباه شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i163406
پارس‌ ټوډی- د القدس سرایا (د اسلامي جهاد پوځي څانګه) ساحوي قوماندان خبر ورکړی، چې په یوه سخت او پیچلي عملیاتو کې یې د صهیونیستي پوځ پوځیان او پوځي تجهیزات هدف ګرځولي دي.
(last modified 2025-08-13T01:51:36+00:00 )
Aug 13, 2025 06:19 Asia/Kabul
  • په ختیځ غزه کې د صهیونیستانو ۵۲ پوځي موټرونه تباه شول

پارس‌ ټوډی- د القدس سرایا (د اسلامي جهاد پوځي څانګه) ساحوي قوماندان خبر ورکړی، چې په یوه سخت او پیچلي عملیاتو کې یې د صهیونیستي پوځ پوځیان او پوځي تجهیزات هدف ګرځولي دي.

د القدس سرایا ساحوي قوماندان د سه شنبې په ورځ د دې پیچلي عملیاتو په اړه په خبرو کې وویل: له تېرو څو ورځو راهیسې د دښمن له جزوي عقب نشینې وروسته د غزې ختیځ سیمو څخه او د عملیاتي میدانونو ته رسېدو سره چې له وړاندې د «ثاقب» او «زلزال» ډول ځمکني چاودېدونکو موادو سره تجهیز شوي وو، له ۵۲ زیات صهیونیستي پوځي موټرونه په «الشجاعیه»، «التفاح» او «الزیتون» سیمو کې د چاودېدونکو موادو په کارولو سره تباه شوي دي.