د رڼا سرچینې د قرآني آیتونو د نزول شأن – ۲۰۳مه خپرونه
موضوع: د تکاثر او فخرفروشۍ بلا
«بني عبد مناف» د قریشو یوه مشهوره قبیله وه چې د مکې د مهمو منصبونو له خاوندانو څخه ګڼل کېدل. دوی تل له «بني عبدالدار» سره شخړې لرلې. د دوی ترمنځ اختلاف د مکې د مهمو منصبونو، لکه د کعبې د پردهدارۍ (حجابت)، حاجیانو ته د اوبو رسولو (سقایت)، د زیارت کوونکو د مېلمه پالنې (رفادت)، د قریشو د مشرانو د مشورتي مجلس د سرپرستۍ (دارالندوه) او نورو دندو پر سر و.
دغه منصبونه د عبد مناف پلار هغه مهال جوړ کړل کله چې یې مکه د خزاعه له قبیلې څخه ونیوله. نوموړي له مړینې مخکې دغه منصبونه د خپلو زامنو ترمنځ داسې ووېشل چې «سقایت» او «رفادت» عبد مناف ته او پاتې منصبونه عبدالدار ته ورسېدل.
سره له دې چې زامن د خپل پلار په وصیت ژمن پاتې شول، خو د هغوی اولادونو ورو ورو د یادو منصبونو د ترلاسه کولو پر سر له یو بل سره مخالفت پیل کړ.
د عبد مناف اولادونو د کعبې ترڅنګ له عطرو څخه ډک یو لوښی کېښود او خپل لاسونه یې پکې دننه کړل او له یو بل سره یې ژمنه وکړه چې هغه دندې چې دوی پر غاړه اخیستې دي، په تر ټولو ښه توګه به یې ترسره کوي. وروسته یې د دې تړون د تایید لپاره خپل په عطرو لړلي لاسونه د خدای د کور پر دېوال وموښل. له همدې امله دغه تړون په «مطیّبین» مشهور شو.
په مقابل کې «بني عبدالدار» هم له قریشو له څلورو نورو ټبرونو، چې «بني سهم» هم پکې و، سره یو ځای د وینې په ډک لوښي کې خپل لاسونه دننه کړل او د «احلاف» (همپیمانانو) یا «لعقة الدم» (د وینې څښوونکو) تړون یې رامنځته کړ، څو خپل غوښتل شوي منصبونه له «بني عبد مناف» څخه ترلاسه کړي.
په دې توګه، دوی تل له یو بل سره د جګړې په حال کې وو، تر دې چې د قریشو د ځینو مشرانو په منځګړیتوب سره سوله وشوه او دغه جوړجاړی د «بني عبد مناف» په ګټه پای ته ورسېد.
د دواړو ډلو ترمنځ په تړون کې پرېکړه وشوه چې «دارالندوه» به په ګډه د دواړو ټبرونو له خوا اداره کېږي؛ «سقایت» (د خدای د کور مېلمنو ته د اوبو رسونه)، «رفادت» (مېلمه پالنه) او «قیادت» (پوځي قومانده) به د «بني عبد مناف» وي، او «حجابت» (د کعبې پردهداري) او «لواء» (بیرغداري) به په «بني عبدالدار» پورې اړه ولري.
«بني سهم» هم د هغو مالونو د ساتنې او سمبالولو مسوول وو چې د سولې او جګړې پر مهال به بتانو ته ځانګړي کېدل.
که څه هم د عبد مناف د اولادونو او بني عبدالدار ترمنځ جګړه او شخړه کمه شوه، خو لفظي شخړې، د فخرفروشۍ او برتري غوښتنې په بڼه روانې پاتې شوې.
د دوی ترمنځ د سیالۍ په لړ کې، د «بني عبد مناف» او «بني سهم» ترمنځ فخرفروشي په یوه دوره کې خپل اوج ته ورسېده. سره له دې چې دوی د ګډې وینې او ګډو نیکونو لرونکي وو، له یو بل سره یې کرکه لرله او د ډیرې وړې موضوع پر سر به یې هم بحث او شخړه کوله.
د دواړو ډلو ښځو هم په تصادفي لیدنو کې پر یو بل فخرفروشي کوله، خپلې ځانګړتیاوې او امتیازات به یې شمېرل او کله ناکله به دغه فخرفروشۍ رسمي بڼه هم غوره کړه.
هغه کسان چې په علم او بیان کې به ښه وو، له یو بل سره به یې مناظرې کولې او نور به یې په هڅولو او احساساتي ملاتړ بوخت وو. دوی به خپل عالمان، شاعران او مشران یادول او په هغوی به یې ویاړ کاوه.
کله به یې چې د ویاړ لپاره نور څه نه درلودل، نو د خلکو شمېر ته به یې مخه کړه او هرې قبیلې به په خپلو زیاتو نفوسو ویاړ کاوه.
په یوه داسې فخرفروشۍ کې معلومه شوه چې د «بني عبد مناف» د کسانو شمېر د «بني سهم» له کسانو ډېر دی. په دې وخت کې د «بني سهم» یوه مخور کس له لږ فکر وروسته وویل: مړي هم باید حساب شي؛ هغوی به هم وشمېرو او بیا به پرېکړه وکړو.
له دې وروسته ټولو هوکړه وکړه او هدیرې ته لاړل او د مړو په شمېرلو یې پیل وکړ!
په دې شمېرنه کې معلومه شوه چې د بني سهم د مړو شمېر د عبد مناف له مړو څخه ډېر دی. د دې لامل دا و چې د جاهلیت په زمانه کې بني سهم د بني عبد مناف د قبیلې له بریدونو، وژنو او لوټمارۍ سره مخ شوي وو او ډېر کسان یې وژل شوي وو؛ له همدې امله د هغوی د وژل شویو کسانو شمېر زیات و.
په همدې وخت کې د تکاثر سورت آیتونه نازل شول.
دغه آیتونه د فخرفروشۍ یو اصلي لامل،د الهي اجر او سزا په اړه ناپوهي او پر قیامت بېایماني ګڼي. سربېره پر دې، د انسان د خپل پیدایښت د پیل او پای په اړه ناپوهي هم د دې کبر او غرور له نورو لاملونو څخه ده.
له همدې امله، قرآن کریم د پخوانیو قومونو حال بیانوي چې هغوی له پراخو امکاناتو او ډېر ځواک سره سره، ظاهراً په ساده وسایلو؛ لکه د باد په لګېدو، د اسماني برېښنا په ځلا، زلزلې او یا سختو سېلابي بارانونو له لارې له منځه تللي دي.
نو له دې سره سره، د انسان دا ټول فخر او غرور د څه لپاره دی؟
د تکاثر سورت له لومړي نه تر اتم پورې آیتونه فخرفروشان سخت غندي او فرمایي:
أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ / حَتّى زُرْتُمُ الْمَقابِرَ / کَلّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ / ثُمَّ کَلّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ / کَلّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْیَقینِ / لَتَرَوُنَّ الْجَحیمَ / ثُمَّ لَتَرَوُنَّها عَیْنَ الْیَقینِ / ثُمَّ لَتُسْئَلُنَّ یَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعیمِ
یعنې:
زياتې غوښتې (او تفاخر) تاسو په ځان مشغول کړي يئ. تر دې چې(د مړو د شمیرلو لپاره) هديرو ته لاړئ. داسې نه ده (لکه څنګه چې ګمان کوئ) ډېر زر به پوه شئ. بيخي داسې نه ده، ډېر زر به پوه شئ. داسې نه ده (چې څنګه ګمان کوئ) که چېرې تاسو (په آخرت) علم اليقين لرلو (نو هيڅکله به زياتې غوښتې له خدایه نه غافلولئ). تاسو به خامخا جهنم وينئ. یا به خامخا هغه په یقیني سترګو ووینئ. بیا به په هغه ورځ له تاسو څخه د هر هغه نعمت په اړه پوښتنه کېږي چې تاسو ته درکړل شوی و.
*/*/*/*
د فخرفروشۍ له اصلي لاملونو څخه یو دا دی چې انسان د هغه راتلونکي په اړه ناپوه دی چې موږ ټول ورسره مخ کېدونکي یو. په رښتیا، د دې ټول کبر او فخرفروشۍ لامل له کومه کېږي؟
موږ په دې لنډمهاله او ژر تېرېدونکې نړۍ کې څه لرو چې پرې فخر وکړو؟ په کوم مال یا ځواک مغرورانه سر پورته کوو او د غرور له کړکۍ نورو خلکو ته ګورو؟ پر کومه شتمني دومره تکبر کوو؟
ایا زموږ نړۍ ته راتګ زموږ په خپل اختیار کې و؟ یا له نړۍ څخه زموږ تلل مو په واک کښې دي؟
ایا څوک کولی شي د خپلې روغتیا، ښکلا او یا وړتیا ضمانت وکړي؟
مونږ ولې خپله بېوسي، بېوزلي او اړتیا نه وینو؟ د دې لپاره څه ضمانت لرو چې تر بلې شېبې پورې به ژوندي یو؟
کله چې نه موږ کوم ضمانت لرو او نه د دغو شیانو له اصلي مالکانو څخه یو، نو پر څه فخر کوو او ولې مغرور کېږو؟
له امام صادق (ع) څخه په یوه حدیث کې روایت شوی:
«مَا مِنْ رَجُلٍ تَکَبَّرَ أَوْ تَجَبَّرَ إِلّا لِذِلَّةٍ وَجَدَها فِي نَفْسِهِ»
یعنې: هېڅوک تکبر او فخرفروشي نه کوي، مګر د هغې ذلت له امله چې په خپل باطن کې یې احساسوي.
نو کله چې انسان احساس کړي چې د کمال تر کچې رسېدلی، بیا د فخرفروشۍ اړتیا نه احساسوي.
*/*/*/
ګرانو ملګرو او درنو اورېدونکو! دا خپرونه د خدای د ګران رسول (ص) په یوه حدیث پای ته رسوو.
رسول الله (ص) د «أَلْهَاکُمُ التَّکَاثُرُ» په تفسیر کې فرمایلي دي:
«یَقُولُ ابْنُ آدَمَ مَالِي مَالِي، وَمَا لَکَ مِنْ مَالِکَ إِلّا مَا أَکَلْتَ فَأَفْنَیْتَ، أَوْ لَبِسْتَ فَأَبْلَیْتَ، أَوْ تَصَدَّقْتَ فَأَمْضَیْتَ»
ژباړه:
انسان وایي: زما مال! زما مال! حال دا چې ستا له مال څخه یوازې هغه خواړه ستا دي چې ته یې خورې یا هغه جامه چې دې اغوندې یې، او یا هغه څه چې د خدای په لار کې صدقه کوې او لګوې.
دا ډېره په زړه پورې خبره ده چې د هر انسان له هغو ډېرو شتمنیو څخه چې راټولوي یې، او کله ناکله د حلال او حرام په اړه یې لږه پاملرنه هم نه کوي، د ده برخه له هغه لږ څه پرته بل څه نه ده چې خوري، څښي او اغوندي یې، یا یې د خدای په لار کې مصرفوي.
موږ پوهېږو چې هغه څه چې انسان یې په خپله مصرفوي، ډېر لږ دي؛ نو څومره به ښه وي چې د صدقې او خیرات له لارې خپله برخه زیاته کړي.
ګرانو او درنو اورېدونکو!
د لا ډېرې پوهې د ترلاسه کولو او له ناپوهۍ او ځانخوښۍ څخه د لرې پاتې کېدو په هیله، تاسو ټول عزیزان په الله تعالی سپارو.
*/*/*/