د افغانستان په ننګرهار کې سږ کال د خرما حاصلات زیات شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i177106-د_افغانستان_په_ننګرهار_کې_سږ_کال_د_خرما_حاصلات_زیات_شوي
 د افغانستان د ننګرهار ځاي چارواکي وایي، د خرما د بڼ ښه پالنه او پر وخت  ورته د کیمیاوي سرې او درملو ورکول د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.
(last modified 2026-08-25T07:11:30+00:00 )
Aug 25, 2026 11:37 Asia/Kabul
  •  د افغانستان په ننګرهار کې سږ کال د خرما حاصلات زیات شوي

 د افغانستان د ننګرهار ځاي چارواکي وایي، د خرما د بڼ ښه پالنه او پر وخت  ورته د کیمیاوي سرې او درملو ورکول د حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.

زمونږخبریال  له ننګرهاره راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار کانال شرکت د مطبوعاتو مسؤل سید همایون غریبمل وائي، تېر کال ئې د دې شرکت اړوند د خرما له بڼه نولس ټنه خرما تر لاسه کړي وو ، خو سږ کال ترې د یوویشت ټنو حاصلاتو اټکل کېږي.

هغه وایي، دا بڼ یوه نیمه لسیزه وړاندې پر پنځه ویشت جریبه ځمکه جوړ شوی او څه باندې دوه نیم زره د خرما  وَنې  پکې کینول شوي دي. د نوموړي په وینا، په دې بڼ کې د ښه کیفیت شپږ ډوله خرما تولیدېږي.

غریبمل وایي، د بڼ ښه پالنه او پر وخت کیمیاوي سره او درمل ورکول د حاصلاتو د ډېرښت اصلي لاملونه دي.

د خرما بڼ مسؤل عبدالقیوم اطرافي وائي، دوي په ننګرهار او څنګلورو ولایتونو کې د خرما د کښت او پالنې د دودولو لپاره هڅې کړې دي.

هغه وایي، د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ ته ئې له دې بڼه یو زر او پنځه سوه د خرما  بوټي لېږلي او هلته ئې کرَلي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به حاصل ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د لغمان او کونړ ولایتونو ته یې هم د خرما بوټي استولي او هڅه کوي چې دا لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.