تفسیر | امریکاولې له ایران سره دهمکارو هېوادونوپرضددسزاله اعمالولو وېرېږي ؟
پارس ټوډې ـ په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي په بېساري تبلیغاتي شور او هیاهو سره پر ایران یوه لویه اقتصادي جګړه عملي کړي، هغه څه چې تر هر څه زیات په عملي ډګر کې څرګندېږي، د ادعا شویو بندیزونو ځپونکی ځواک نه، بلکې د امریکايي چارواکو څرګند تناقضونه او وارخطايي ده.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د «اقتصادي ډي-ډې» (The Economic D-Day) یا له ایران سره د «لوی تعرضي اقتصادي عملیاتو» موضوع، او د ایران د اسلامي شورا د رئیس محمدباقر قالیباف له خوا د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت پر وړاندې شوې طنزیه وینا، په حقیقت کې د هغه پېچلي وضعیت بشپړ انځور دی چې متحده ایالات پکې راګیر دي؛ داسې وضعیت چې په کې له ایران سره د همکارو هېوادونو د مجازاتو ګواښ، د ځواک له دریځه نه، بلکې د وېرې او ناهیلۍ له امله مطرح کېږي.
سکاټ بسنت چې مخکې یې په فایننشال ټایمز کې په یوه مقاله کې پر ایران نوي بندیزونه د دویمې نړیوالې جګړې د ستر نورماندي عملیاتو سره تشبیه کړي وو، یوه ورځ وروسته په خبري ناسته کې له هغه د دې ادعا د تشوالي په اړه پوښتنه وشوه او هغه په ډېرې حیرانتیا سره وویل: «مګر زه خو نه غواړم د نړۍ اقتصاد وچاودوم!» د هغه دغه څرګند شاتګ د قالیباف له خوا په ټولنیزه شبکه ایکس کې د طنزي پیغام لپاره زمینه برابره کړه. قالیباف ولیکل: «دا پلان هېڅکله د نورماندي عملیاتو په څېر نه و؛ بلکې په یوه شبانه کلب کې یوه مسخره سټنډاپ ننداره وه، چې هغه پکې حتی خپل طنزي دیالوګونه هم هېر کړل.» قالیباف د خپل پیغام په پای کې د دلقک ایموجي هم ورزیاته کړه او په دې توګه یې د یوه عبث تیاتر انځور وړاندې کړ؛ داسې ډرامه چې اصلي لوبغاړی یې نه یوازې د پام وړ رول نه لري، بلکې د نندارې متن یې هم هېر کړی دی.
خو له دې ترخې ټوکې ورهاخوا، هغه څه چې دا موضوع د تأمل وړ ګرځوي، د هغو لاملونو تحلیل دی چې ولې امریکا له هغو هېوادونو سره د مجازاتو له لګولو وېره لري چې له ایران سره د نویو بندیزونو په پلي کېدو کې له همکارۍ ډډه کوي.
متحده ایالاتو د «Operation Economic Outcast» یا «اقتصادي شړلو» په نوم د یوه عملیات په چوکاټ کې خپل ثانوي بندیزونه پنځو مهمو برخو، یعنې ډیجیټلي شتمنیو، ټکنالوژۍ، سرو زرو، هوايي چلند او سمندري ترانسپورټ، ته غځولي او له شپېتو څخه ډېر بنسټونه، کسان او بېړۍ یې تحریم کړي دي. د بسنت په وینا، د دې کمپاین هدف دا دی چې «د اسلامي جمهوریت د ملاتړ کوونکو ټول اقتصادي رګونه پرې کړي، څو تهران په بشپړه توګه یوازې پاتې شي.»
خو واشنګټن په ښه توګه پوهېږي چې د دغو پراخو ګواښونو پر وړاندې یو لوی خنډ شته: نننۍ نړۍ د پېچلو اقتصادي اړیکو او متقابلو تړاوونو نړۍ ده، چې په اسانۍ سره د امریکا له پلازمېنې په یوه فرمان نه شي له منځه تللی.
چین، ترکیه او امارات د ایران له سترو سوداګریزو شریکانو دي او پر دغو هېوادونو هر ډول مجازات، نه یوازې د نړیوال اقتصادي نظم د ګډوډولو په معنا دي، بلکې د امریکا او د هغې د متحدینو پر اقتصادونو د درنو لګښتونو د تحمیلولو معنا هم لري.
د خبري ناستې پر مهال د بسنت دا غبرګون چې ویی ویل: «مګر زه خو نه غواړم د نړۍ اقتصاد وچاودوم!» په حقیقت کې د همدې واقعیت اعتراف دی؛ یعنې امریکا په ښه توګه پوهېږي چې د ایران پر سوداګریزو شریکانو د ثانوي بندیزونو لګول، کولای شي له نړیوالو نه کنټرولېدونکو پایلو سره په یوې ټولاړخیزې اقتصادي جګړې بدل شي.
په دې سربېره، تاریخي تجربې ښودلې چې د امریکا یو اړخیز بندیزونه په تېرو لسیزو کې نه یوازې بریالي شوي نه دي، بلکې هدف شويو هېوادونو ته یې دا زمینه هم برابره کړې چې له نړیوال اقتصاد سره د تعامل لپاره بدیلې لارې ومومي.
په دې لړ کې، غیرلوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین او روسیې، چې د نړۍ له سترو اقتصادي قدرتونو څخه دي، تل هڅه کړې چې د اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو د پام وړ زیاتولو، د دوهاړخیزو پولي همکاریو او د خپلو ډالري اسعارو زېرمو د کمولو په څېر میکانیزمونو له لارې د ډالر له سلطې او د امریکا له بندیزونو څخه ځانونه وباسي.
واشنګټن په ښه توګه پوهېږي چې پر دغو هېوادونو هر ډول تنبیهي اقدام کولای شي د متقابلو غبرګونونو او د نویو اقتصادي بلاکونو د رامنځته کېدو لامل شي؛ داسې بلاکونه چې په کې به د امریکا رول او نفوذ په جدي توګه کم شي.
بله مهمه مسئله د دغه ډول اقداماتو له سیاسي پایلو څخه د امریکا اندېښنه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم د دغو ګواښونو په غبرګون کې ولیکل: «کله چې یو زورواکی اعلان کوي چې هر بانک، شرکت، بندر او حکومت باید د واشنګټن د اطاعت او یا د امریکا د غچ له مقابلې څخه یو انتخاب کړي، نو دا موضوع نور یوازې د ایران په اړه نه ده.»
دا جمله په ښه توګه ښيي چې د درېیمو هېوادونو د مجازاتو ګواښ، یوازې یو اقتصادي اقدام نه دی، بلکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ملي حاکمیت او سیاسي خپلواکۍ لپاره یوه جدي ننګونه هم ګڼل کېږي.
ډېر هېوادونه، په ځانګړي ډول د نړیوال جنوب هېوادونه، دغه اقدامات د «اقتصادي ترهګرۍ» یوه بڼه بولي او نه غواړي چې خپله خپلواکي د واشنګټن د ګواښونو په بدل کې په اسانۍ سره معامله کړي.
له بلې خوا، د «پاسکال د شرط» په اړه د بسنت څرګندونې، چې په کې یې له هېوادونو غوښتي وو څو له ایران سره د همکارۍ پایلې په دقت سره محاسبه کړي، په نړیواله کچه د مخاطبانو د قانع کولو په برخه کې د یوې ځانګړې ناهیلۍ څرګندونه کوي.
په عین حال کې، د خپلو ګواښونو د عملي کولو په اړه د امریکا وېره په دې واقعیت کې ریښه لري چې د بندیزونو وسیلې د وخت په تېرېدو سره خپل اغېزمنتوب تر یوه حده له لاسه ورکړی دی.
اسلامي ایران په تېرو څلورو لسیزو کې د اقتصاد پر مقاومت، د سوداګریزو شریکانو پر تنوع او له ډالر څخه د خپلې وابستګۍ پر کمولو په تکیه کولو سره، د بېساري فشارونو سربېره توانېدلی چې خپل اقتصادي فعالیت ته دوام ورکړي.
همدارنګه، پر ایران د امریکا پوځي بریدونه، چې د بسنت په ادعا «د ایران د پوځي وړتیاوو یوه د پام وړ برخه یې له منځه وړې ده»، ونه توانېدل چې د مقاومت لپاره د تهران سیاسي اراده ماته کړي.
له همدې امله، واشنګټن په داسې وضعیت کې قرار لري چې نه د ایران د تسلیمولو لپاره پر کافي پوځي ځواک ډاډه دی او نه هم د یوه ټولاړخیز اقتصادي محاصرې د بریا په اړه ډاډ لري.
داسې ښکاري چې د قالیباف او نورو ایراني چارواکو له خوا د دغو څرګندونو پر وړاندې شوې طنزیه ویناوې یوازې احساساتي غبرګون نه، بلکې د یوه عیني واقعیت انځور هم وړاندې کوي؛ دا چې امریکا په هغه دام کې راګیره شوې چې خپله یې جوړ کړی دی.
له یوې خوا، واشنګټن د خپل حیثیت د ساتلو لپاره اړ دی چې ګواښونه او توندې څرګندونې وکړي، او له بلې خوا، د دغو ګواښونو له عملي پایلو وېره لري.
هغه ننداره چې بسنت په خبري ناسته کې وړاندې کړه، د قالیباف په وینا، نه د «بریا ورځ» وه او نه هم د «بریا لوی عملیات»؛ بلکې د «دلقک ورځ» وه؛ هغه ورځ چې د صحنې اصلي لوبغاړي نه یوازې خپل متن هېر کړ، بلکې نړیوالو مخاطبانو هم په ښه توګه درک کړه چې دا ننداره له یوه تش او بېاساسه بلوف څخه بل څه نه ده.
د «اقتصادي شړلو» عملیات ښايي پر کاغذ او په رسنیو کې له پرتم او عظمت څخه ډک ښکاره شي، خو په واقعیت کې، دا د یوې ناکامې ستراتیژۍ وروستۍ سلګۍ دي؛ داسې ستراتیژي چې له ماتې څخه وېرې یې امریکا تناقض ویلو او متضادو څرګندونو ته اړ کړې ده.